د صحت په څانګه كښې اصلاحات زمونږ مشن او معياري خدمات وړاندې كول ترجيحي اېجنډا ده۔ ډاکټر مختار احمد بھرتھ

image

اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) قامي روغتيا لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې د صحت په څانګه كښې اصلاحات زمونږ مشن او معياري خدمات وړاندې كول زمونږ ترجيحي اېجنډا ده، د آغا خان يونيورسټۍ اشتراك سره ګرد هېواد كښې د صحت پالنې معيار ښه كولو لپاره مرستې ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د آغا خان يونيورسټۍ صدر سليمان شهاب الدين سره په ملاقات كښې كړے۔ په دې موقع د صحت پالنې په څانګه كښې د نجي او سركاري شراكتدارۍ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د قامي صحت وفاقي سېکتر نديم محبوب هم موجود ٶ

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں