اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاكستان لپاره د اسيائي پرمختيائي بینك پخوانۍ شراكت دارۍ ستائلو سره د زراعت پشمول د ماحولیاتی لچك په منصوبو كښې د پرمختيائي شراكت دارو سره د كار كولو په ره د پاكستان د خوښۍ څرګندونه وكړه دغسې وزیراعظم او د اسيائي پرمختيائي بینك صدر د 400 ملیونه ډالره سندھ ایمرجنسی هاؤسنګ ری كنسټركشن پراجیكټ او 320 ملیونه ډالر خېبرپښتونخوا دیهی روډز ډویلپمنټ پراجیكټ په اړه په مسوده د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔د ګل په ورځ د وزیراعظم آفس پریس ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د اسيائي پرمختيائي بینك (اے ډی بی) صدر مساتسوګو آساكاوا د يو پلاوي سره په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔د پاكستان لپاره د اسيائي پرمختيائي بینك پخوانۍ شراكت داري ستائلو سره وزیراعظم د اے ډی بي پلاوې د حكومت د اړخه د معارفي كړو اصلاحاتو په لړ كښې خبر كړو چې پكښې ټیكس محصولات كښې اضافه، د توان څانګي مالی استحكام ښه كول ، د موسمیاتی بدلون د تباهۍ كونكو اثرات په ضد اقدامات ، غیر هدف شوې سبسډی كښې كمے او سماجی تحفظ زياتول شامل دي۔ وزیراعظم ووئيل زه د اصلاحات د پیشرفت په ذاتی توګه نګرانی كوم دغسې چې د هغې كامیاب نفاذ او اوږد مهاله اثرات باوري كړې شي كوم چې د كوټلي اقتصادي پرمختګ او استحكام لپاره ضروری دي ۔ وزیراعظم د كال 2022 سېلاب په موقع د اسيائي پرمختيائي بینك د اړخه د 1.5 ارب ډالره څخه زياته مرسته هم وستائله۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاكستان لپاره د اسيائي پرمختيائي بینك پخوانۍ شراكت داری ستائلو سره د زراعت پشمول د ماحولیاتی لچك په منصوبو كښې د پرمختيائي شراكت دارو سره د كار كولو په اړه د پاكستان خواهش څرګند كړو ۔د اسيائي پرمختيائي بینك صدر د اسيائي پرمختيائي بینك سره پاكستان د يو كوربه باني غړي په حیث سره اوږد تړون وستائلو۔ده په كوټلو اصلاحاتو كولو د حكومت ستائنه وكړه او د پاكستان لپاره د بینك د پرله پسې مرستې عزم له يي پخلے وكړو۔ده په پاكستان كښې د انفراسټركچر پرمختګ ، ماحولیاتي بدلون په څانګه كښې او اداره جاتی اصلاحات كښې مرستي زياتولو له د بانك د عزم تجدید وكړو۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ، د سرمایه كارۍ او نجكارۍ وزير، د اقتصادی چارو ، خزاني او محصولات وزير او نورو اعلیٰ سركاری چارواكو هم په ملاقات كښې ګډون كولو۔ملاقات نه پس وزیراعظم او د اے ډی بی صدر د 400 ملیونه ډالر سندھ ایمرجنسی هاوسنګ ری كنسټركشن پراجیكټ او 320 ملیونه ډالر د خېبرپښتونخوا دیهی روډز ډویلپمنټ پراجیكټ په اړه د مسودې په لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔د اسيائي پرمختيائي بینك دا دواړه منصوبې سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ لپاره دي۔