د پېټروليم وفاقي وزير سره د روسيې نائب وزيرانو پلاوي ملاقات

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د پیټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د پاكستان په دوره راغلې د روسيې نائب وزيرانو پلاوي ملاقات وكړو۔د پلاوي په كچه شوي ملاقات كښې د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري او د پاور ډويژن خاص مرستيال موجود وو او د روسيې په پلاوي كښې د توان دوهم وزير٬د خزانې دوهم وزير او د اقتصادي پرمختګ دوهم وزير شامل وو۔د دواړو هېوادونو پلاويو ترمينځه د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري ووئيل د روسيې پلاوي دوره به پاك روس شراكتدارۍ ته وده وركړي۔د روسيې پلاوي ووئيل د اسلام آباد ښكلا څخه متاثر شوي يو٬د پاكستان مونومنټ څخه د اسلام آباد ننداره ښكلې كېږي ۔دغسې پلاوي د شريك پرمختګ او توان په اړه مرسته ګډه مخ په وړاندې د بوتلو عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں