وفاقي وزيرمحسن نقوي په سوئيلي او شمالي وزيرستان كښې د 12 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سوئيلي او شمالي وزيرستان كښې د فتنه الخوارج په 12 ترهګرو وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه كړې ٬ داخله وزير خپل بيان كښې د ډزو په تبادله كښې د شپږو ځوانانو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كولو سره مېړنو ځوانانو ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل د فتنه الخوارج ترهګرو د شپې په تياره كښې بزدلانه بريد كړے٬ خو د امنيتي ځواكونو 6 مېړنو ځوانانو په وطن ځان قربانولو سره هغوي عبرتناك انجام ته رسولي۔ په دې موقع وفاقي وزير باور وركړٶ چې د شهيدانو كورنيو سره ولاړ يو او د دوي په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره ټول يو موټے يو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں