بلاول بھټو زرداري په شمالي او سوئيلي وزيرستان كښې د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په شمالي او سوئيلي وزيرستان كښې د ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې د امنيتي ځواكونو ستائنه كولو سره ده ووئيل د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو د ترهګرو په بهادرۍ سره مقابله كړې او ترهګر ئې وژلي۔ ده د عملياتو په مهال د امنيتي ځواكونو د 6 اهلكارو په شهادت هم د افسوس څرګندونه وكړه او وئ وئيل د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل د شهيدانو د وينې د هر څاڅكي به حساب اخلو٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد د خپلو امنيتي ځواكونو پشا لكه د غره ولاړ دے۔ ده د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه ٬ ده ووئيل قام د پوځ شهيدانو او غازيانو ته سلام كوي۔

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں