image

پشتون تحفظ موومنټ كالعدم تنظيم ټي ټي پي (فتنه الخوارج) او افغان طالبانو سره رابطې لري، په پي ټي ام بنديز له ټولو شواهد ترلاسه كولو وروستو لګولې شوې: وفاقي وزيرعطاء تارړ
اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پشتون تحفظ موومنټ د كالعدم ټي ټي پي (فتنه الخوارج) او افغان طالبانو سره رابطې لري، پي ټي ايم د پاكستان په سفارت خانو بريدونه كړي او د پاكستاني بيرغ سپكاوې ئې كړې، په هغه بريدونو كښې افغان وګړي ككړ ثابت شوي،په پي ټي اېم بندېز له ټولو شواهد ترلاسه كولو وروستو لګېدلے دے۔ د نهې په ورځ خصوصي خبرو اترو كښې وفاقي وزير ووئيل تېرو څو ورځو راهسې ډنډورې كيږي چې پي ټي ايم ولې كالعدم وګرځولې شو،د دې وجوهاتو څخه اولس خبرول ضروري دي۔ده ووئيل د تيرو 6 مياشتو په مهال د پي ټي ايم هلې ځلې د تشويش وړ دي،هغوي ته د پاكستان مخالف بيانيې چلولو لپاره بهرنې فنډنګ ترلاسه كېږي،هغوي د پاكستان په سفارت خانو بريدونه كړي او د پاكستاني بيرغ سپكاوې ئې كړي،په دغه بريدونو كښې افغان وګړ ككړ ثابت شوي۔ده ووئيل پشتون تحفظ موومنټ د تحريك طالبان افغانستان او تحريك طالبان پاكستان (فتنه الخوارج) سره بشپړه رابطې لري۔ده ووئيل د پاكستان رياست په ضد بد اقاعده فنډډ مهم پلټني كېږي چې دغه فنډنګ چرته څخه راځي۔ده ووئيل تحريك انصاف د پشتون تحفظ موومنټ سره هم باقاعده رابطه وه۔ وفاقي وزير ووئيل ټوله نړۍ كښې مېشته پښتانه زمونږ ورونړا دي ، پښتنو د پاكستان پرمختګ ، پاكستان جوړېدو او تحريك پاكستان كښې مهم كردار ترسره كړې خو د پختون تحفظ په نامه د ترهه ګرو سره رابطې لرل ، د پاكستان رياستي ادارو په ضد منظم مهم چلول د هېواد د سلامتيا په ضد دي۔ ده ووئيل دا د تحريك انصاف لپاره هم سبق دے كله چې هم هغوي وائي چې خان نه وي نو پاكستان به نه وي، هغوي دومره لوے تحريك پيل كړې چې وزيراعلیٰ اغواء كړې شوې او هغه ئې مسنګ پرسن ګرځولې۔لويديزه نړۍ كښې هغوي ويډيوز سركولېټ كړة او وئيلي يۍ دي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ بے دركه شوې ، بيا وزيراعليٰ په سمدستي توګه ښكاره شو او وائي چې په 12 ضلعو راتيريدلو سره پېښور ته راورسيدم۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د هغوي حكومت دے،هغه ته په خپله صوبه كښې د پټيدو څه حاجت ؤ۔ وفاقي وزير ووئيل هغوي دې امناكه احتجاج وكړي ، مخالفت دې وكړي ، تنقيد دې وكړي په دې څه بنديز نشته خو كله چې هغوي د پاكستان بيرغ سوزولو خبره كوي او د پاكستان په سفارت خانو د بريد كولو هڅه كوي،د ترهه ګر تنظيمونو سره رابطي لري نو د دې خبري اجازه نشته۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت په خېبر پښتونخوا كښې د سپورټس ټيلنټ پروګرام كوي ، ليپ ټاپ پروګرام پيل كوي،ځوانانو له پوهنتونونه جوړي او هغوي سيالۍ كوي او بل پلو هغوي ځوانانو له داسې تنګ نظري وركوي چې كومه چې په دروغو اډانه ده او د رياست پاكستان ځوانانو لپاره څه هم نه كوي بيا هم هغوي بهر راوځي نو دا د افسوس خبره ده۔ده ووئيل كوم تنظيم يا سياسي ګوند چې د پي ټي ايم سره په هلو ځلو كښې شامل وي ، يا د هغوي لپاره فنډنګ كوي يا رابطې لري ، جوائنټ اكاﺅنټس يا سياسي هلو ځلو كښې برخي اخلي هغوي لپاره هم وارننګ دے چې پي ټي ايم يو كالعدم تنظيم دے،هغوي سره رابطې لرل ، فنډنګ كول ، هغوي په څه ډول پروموټ كول يا مرسته كولو اجازه نشته۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد د دروغ او الزاماتو په بنياد بيانيه جوړه شوې،ځيني كسان د پاك چين ملګرتيا نه شي هضمولې خو مونږ د دې كمټمنټ سره ولاړ يو چې د پاكستان پرمختګ ، سلامتيا او بقاء لپاره به ځان هم قرباني كوو او د پاكستان د پرمختګ لپاره به هر قدم پورته كوو۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف واضحه كړې چې چا ته هم اجازه نشته چې پاكستان عدم استحكام سره مخ كړي۔ده ووئيل د پاكستان معيشت پرمختګ كوي،د زرمبادلې پانګي او بهر هېوادونو څخه د پاكستانيانو د اړخه ترسيلات زر كښې اضافه شوي ، ګراني كمه شوي ، برآمدات زيات شوي ،د آئي ټي انډسټري وده مومي ، ټوله نړۍ د پاكستان د معاشي ترقۍ تعريف كوي،زمونږ معاشي اشاريئے ښه كېږي ، بلومبرګ د پاكستاني معيشت ستائنه كوي ، فچ او موډيز د پاكستان ريټنګ ښه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل چا منع كړې چې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ګرانۍ كښې د كمي اثرات د خپلي صوبي اولس ته نه منتقل كوي۔ده ووئيل وزيراعظم د ټولو صوبو اعلیٰ وزيرانو ته خط ليكلې چې د ګرانۍ د كمي اثرات اولس ته منتقل كړئ، دا د صوبائي حكومتونو ذمه واري ده۔ د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز ګرانۍ كښې د كمي اثرات صوبې اوس ته منتقل كوي ۔ عطاء تارړ ووئيل كوم هم تنظيم د شواهدو په بنيادونو كالعدم ګرځولې كېږي،په دې كښې ټول ثبوتونه كتلې شي ۔ ده ووئيل پشتون تحفظ موومنټ د پاكستان د رياست په ضد بيانيه جوړه كړې۔ده ووئيل نن چې مونږ څه هم يو د پاكستان په وجه يو، مونږ ته چې كوم هم مقام او شناخت ترلاسه دے هغه د هېواد په وجه دے، پاكستان سره زموڼږ بقاء ده ، چې پاكستان وي نو مونږ به يو۔ده ووئيل بايد نور سياسي ګوندونه هم په دې يوه نكته متفق شي۔ده ووئيل تيره ورځ د فلسطين په مسئله اے پي سي شوې،ټولو سياسي ګوندونو ګډون كړې او د بے ګناه فلسطينيانو سره ئې د يووالي څرګندونه كړي خو په دې مهم كاز كښې يو سياسي ګوند برخه نه ده اخستي۔ امريكا څخه د هغوي يو ليډر وئيلي مونږ په اے پي سي كښې برخه نه اخلو۔ده ووئيل هغوي د صادق خان په ضد د زيد ګولډ سمتھ مهم خو چلوي كوم چې د اسرائيل لپاره فنډنګ كوي۔هغوي د اسرائيل په ضد او مظلوم فلسطينيانو سره د يووالي خرګندوني لپاره د پاكستان د اړخه شوي اے پي سي كښې كډون ونه كړو،د هغوي يو هم نمائنده اے پي سي ته راتللو له تيار نه وو ۔ ده ووئيل حكومت فلسطين او لبنان ته د مرستي سامان لېږلو په اړه هڅي كوي، وزيراعظم يوه كمېټي جوړه كړې ، يو ريليف اكاﺅنټ به هم پرانستلې شي خو يو څيز واضح دې چې تر ټولو اول پاكستان دے ، په پاكستان ځان او مال هم قربان دے،كه دا هېواد وي نو مونږ به يو او هرڅه به وي۔ ده ووئيل د هېواد دښمنانو سره په كډه د هېواد په ضد سازش كولو اجازه به نه شي وركولې،په هېواد كښې به د آئين او قانون پاسداري كيږي او هېواد به پرمختګ كوي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں