د سعودي عرب او قطر دورې ٬ ملاقاتونه ګټه ور او تعمیري وو، سعودي عرب او قطر په پاکستان كښې د سرمایه كارۍ خوښي لري۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف د وفاقي کابینې غونډي ته وينا

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودي عرب او قطر دورې او ملاقاتونه ګټه ور او تعمیري ګرځولو سره وئيلي دي سعودي عرب او قطر په پاکستان كښې سرمايه كاري كولو له خوښي لري،د پاکستان پلاوې به ډير زر سعودی عرب ته لاړ شي، د قطر انویسټمنټ اتھارټي چارواكي به د رواني مياشت په مهال پاکستان ته راځي، سعودي عرب ګڼ شمير هنرمند افرادي قوت ته اړتيا لري۔د ګل په ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته وينا كښې وزیراعظم وفاقي کابینه د سعودي عرب او قطر خپلو دورو په اړه اعتماد كښې واخستله۔ده ووئيل په تېرو ورځو كښې د سعودي عرب او قطر دورو څخه راغلے يم، سعودي عرب كښې ما فیوچر انویسټمنټ انیشیټو فورم ته خطاب کړے ٬ چرته چې ما د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان پشمول مهمو شخصیاتو او لارښودو سره ملاقاتونه كړي۔ وزیراعظم ووئيل د سعودي ولي عهد يو ځل بيا پاكستان ته د راتللو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې او د پاکستان پرمختګ او سرمایه كارۍ په اړه هغه سره ګټه ورې خبرې اترې شوي، د سعودي ولی عهد سره د ماسخوتن مېلمستيا په مهال هم ملاقات شوے، په بله ورځ هغه خپله ډله هم رالېږلې وه ،دغسې د سعودي عرب د سرمایه كارۍ وزیر او پاکستان لپاره د رائل کورټ خصوصی نمائندہ سره هم ملاقاتونه شوي چې پكښې سولر، مائنز او منرلز، زراعت او د شريكو څانګو په اړه د خیالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د سعودي چارواكو سره پرېس کنفرنس هم شوے كوم چې ګټه ور ؤ۔ وزیراعظم ووئيل د دې ملاقاتونو او دورې په نتيجه كښې به د پاکستان پلاوې ډير زر سعودی عرب ته لاړ شي۔ وزیراعظم ووئيل د سعودی عرب نه پس زه بيا قطر ته لاړم، دغه دوره هم د سعودی عرب غوندې ګټه وره او تعمیری وه،د قطر امیر سره يو په يو او د پلاويو په كچه هم ملاقات شوے۔ د قطر امیر مشرې خور د اړخه د پاکستان تاریخ په اړه يو ښه نندارتون هم وكړے شو چې پكښې د قطر امير هم پخپله ګډون وكړو، دغسې بيا هغه مونږ له د ماسپخښين ميلمستيا هم راكړه ۔ وزیراعظم ووئيل د قطر امیر په ماضي كښې د درې اربه ډالره سرمایه كارۍ په اړه چې كوم لوظ كړے ؤ په هغې په تندۍ سره د عملدرآمد پريكړه شوې ،د قطر انویسټمنټ اتھارټی چیئرمېن او د هغه ډله به ډير زر پاكستان ته راشي۔ وزیراعظم ووئيل سعودي عرب د آئي ټي پشمول بيلو څانګو كښې ګڼ شمير هنر مندو ته اړتيا لري، د سعودي ولي عهد پاکستان ته د هنرمند افرادي قوت لېږلو وئيلي دي ،دغسې د قطر امير په پاکستان كښې د آئي ټي پارك جوړولو وئيلي دي ۔ وزیراعظم ووئيل سعودي عرب او د قطر دورې او ملاقاتونه ګټه ور او تعمیری وؤ ، دپاکستان پلاوې به ډير زر د سعودی عرب دوره وكړي، ده ووئېل د آذربائیجان صدر د2 اربه ډالره سرمایه كارۍ خبره كړې، د هغوي د اړخه هم پیغام راغلے او زمونږ منتظر دي،ډير زر به په دې اړه غونډه راوبلم۔

مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں