اسلام آباد 04 نومبر(اے پی پی(وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سود شرح كښې به د كمي څخه د هېواد په كاروباري هلو ځلو٬برآمدات او روزګار موقعو كښې زياتوالے راشي٬حكومت سرمايه كارۍ كښې آسانيو او بهرني سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬داسې خلق كوم چې د ټيكس وركولو جوګه دي او د ټيكس غلا كوي او افسران كوم چې د هغوي په غلا كښې مرسته كوي د هغوي په ضد به دائره تنګولې شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د مسلم ليګ(ن)پارليماني پارټۍ غونډه وشوه۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل د لويې څښتن په فضل او كرم اوستاسو د ټولو په هڅو به د پاكستان معيشت مستحكم كېږي٬سټېټ بانك هم د سود شرح كښې50۔ 2 پوائنټس كمے كړے۔ده ووئيل د 50۔2 پوائنټس كمي څخه د سود شرح 17.5 فيصد نه 15 فيصد ته راتلل خوشبينه ده ٬ د سود شرح كښې كمې څخه به په هېواد كښې كاروباري هلې ځلې٬برآمدات او روزګار موقعو كښې زياتوالے راشي ۔وزيراعظم ووئيل د ګرانۍ شرح 38 فيصد څخه تر 7 فيصد راغلې٬قامي او نړيوالې ادارې د هېواد د معيشت استحكام له ګواهي وركوي۔ده ووئيل په هېواد كښې اړے ګړے خپرونكي او هېواد ديواليه كېدو پلو د رسوونكو ناپاكه منصوبه ناكامه شوې٬د هېواد د بقاﺀ په خاطر به د خپل سياست قرباني وركوونكي په تاريخ تل په ښه ټكو ياد ساتي۔ده ووئيل فيوچر انويسټمنټ انيشيټو كښې د سعودي مشرتابه په خاص توګه ولي عهد محمد بن سلمان سره تفصيلي خبرې شوي٬سعودي عرب د پاكستان پخوانے دوست او شراكتدار دے٬ د سعودي مشرتابه د پاكستان معيشت استحكام او پرمختګ لپاره د هر ډول مرستې باور راكړے۔ده ووئيل د سعودي عرب پاكستان كښې د اوسنۍ سرمايه كارۍ حجم به د 2.2 ارب ډالر نه 2.8 ارب ډالر ته ورسي٬د خپلې قطر دورې په مهال د قطر مشرتابه هم پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو باور راكړے ٬ ده ووئېل پاكستان كښې د قطر سرمايه كاري 3 ارب ډالر په پروژو خبرې شوې٬قطر به د پاكستان هوا بازۍ٬هوټلنګ٬انفارمېشن ټېكنالوجي او توان پشمول نورو بېلو څانګو كښې سرمايه كاري كوي٬حكومت د سرمايه كارۍ آسانيو او بهرني سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔وزيراعظم ووئيلپاكستان په هره څانګه كښې د اصلاحات ايجنډا نافذ كوي٬اېف بي آر ته هدايت كشوے چې داسې خلق كوم چې ټيكس وركوي هغه د پاكستان سفيران دي٬د هغوي تكريم دې وكړی شي٬داسې خلق كوم چې د ټيكس وركولو جوګه دي او د دغې باوجود د ټيكس غلا كوي او افسران كوم چې د هغوي په غلام كښې مرسته كوي٬د هغوي په ضد به دائره تنګولې شي۔په غونډه كښې پارليماني پارټي په قامي اسمبلۍ كښې د مجوزه قانون سازۍ بل په اړه هم په اعتماد كښې واخستلې شوه ۔