ناکامۍ د پي ټي آئي مقدر جوړ شوې،د جلسے په اړه به ډيري لوئ خبري كيدې، د هر قسم زور لګولو باوجود جلسے له وګړي نه دي راغلي٬اولس هغوي مسترد کړي۔ عطاءالله تارړ

image

لاهور 21 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ ووئيل ناکامۍ د پي ټي آئي مقدر جوړ شوې،د جلسے په اړه به ډيري لوئ خبري كيدې، د هر قسم زور لګولو باوجود جلسے له وګړي نه دي راغلي٬اولس هغوي مسترد کړي۔د خالي په ورځ د پي ټي آئي جلسے په اړه خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پي ټي آئي به د لاهور جلسے په اړه ډيري لوئ لوئ خبري كولے، څه ډول چې د هغوي د اسلام آباد جلسه فلاپ شوي هم هغسې نن د لاهور جلسه فلاپ شوه۔د اسلام آباد جلسے په مهال وئيلي شوې ؤ چې ټولو تيارو سره به لاهور ته راځو ، خبردار او هوشيار غږونه به پورته كړې كيدل،نن د لاهرو ټول سړكونه پرانستلي وو، پېښور څخه علي امين ګنډاپور لاهور لپاره روان شو نو اېم ون څخه اېم ټو موټر وے ته راغلو،په هيڅ ځائې څه رکاوټ نه ؤ ، اټك او ميانوالي پشمول نورو سيمو څخه جلسے لپاره ټولي لاري پرانستلې وي، دومره زياتي تيارۍ او وخت سره او هر قسم زور لګولو سره د پاکستان څخه دورمه شميره كښې كسان راجمع نه كړې شول۔ ده وئويل څه ډول چې داسلام آباد جلسه ناکامه وه هم هغسې د لاهور جلسه نن ناکامي شوه،اولس د هغوي جلسے مسترد کړې دي۔ده ووئيل ګراني 9.6 فيصده ته راغلې،د هغوي خپل كسان دا مني چې ګراني كمه شوي ، 2018ء كښې د نواز شريف په دور كښې ګراني 4 فيصده وه كومه چې د پي ټي آئي په دور كښې ډبل ډيجيټ ته رسيدلي۔ده ووئيل په څه خبره هغوي احتجاج کوي ، سړكونه خالي دي ، روټ خالي دے،مونږ هغوي له فري هينډ وركړې چې راشئ او جلسه وكړئ، هغوي له د جلسے لپاره ځائې وركړې شوي ، سيکورټي وركړې شوي او دې سره سره ټولي آسانۍ وركړې شوي خو باوجودج د دے هر څه دا ناکامه جلسه وه۔ده ووئيل نن د نړۍ لوئ مالياتي اداري وائي چې د پاکستان معيشت ټيك آف کوي، نن بلومبرګ كښې يو آرټيکل شائع شوې چې پكښې د پاکستان اسټاك مارکيټ د اسياﺀ ايمرجنګ مارکيټونو كښې شميرلې كېږي، اسټاك ايکسچينج كښې تندي راغلې ، فچ او موډيز ريټنګ ښه شوي ، ګرانۍ كښې يواځې كمې نه بلکه زمونږ برآمدات كښې 14 فيصده اضافه شوي، کرنټ اکاؤنټ خساره کمه شوي او شرح سود کم شوې ، پاليسي ريټ لاندي راغلے۔هم دغه وجه ده چې اولس د هغوي جلسے مسترد کړې دي۔ده ووئيل د پي ټي آئي ليډرز په بنيادي توګه يريدلے دے او غواړي چې هېواد پرمختګ ونه كړي۔ ده ووئيل د لاهور او اسلام آباد جلسو پشمول د هغوي د ټولو پريس کنفرنسونو يو مقصد وي چې زمونږ ليډر راخوشې كړئ، هغوي د اين آر او اخستلو هڅه كوي خو اين آر او به نه ترلاسه كېږي، د خپلو کيسونو سره به مخ كېږي ، 9 مئي او 190 ملين پاؤنډ کرپشن کيسز ځواب به وركول وي۔ده ووئيل د هغوي ناكامي ښكاره شوي،د هغوي جلسو ته څوك نه راځي۔ده ووئيل ناکامي د پي ټي آئي مقدر ده۔ وفاقي وزير ووئيل علي امين ګنډاپور چې كوم الفاظ استعمال کړې دې نه بس هغه ووئيل مونږ پنجاب ته ځو،د پنجاب وګړي ميلمه دوست دي، پنجاب خپل روايت قائم ساتلے ، نن د پنجاب ټول سړكونه پرانستي وو،هغوي له سيکورټي هم وركړې شوي خو افسوس چې خومره خبري به ئې كولې او نتيجه ئې څه رامخې ته شوه۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل علي امين ګنډاپور دوه ځل ناکامه شوي،هغه له د جلسے اجازه وركړې شوي، سيکورټي وركړې شوي ، جلسے ځائې وركړې شوي،ټولي آسانۍ وركړې شوي بيا هم ناکامه شوي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د علي امين ګنډاپور دويمه جلسه هم ناکامه شوي،هغه د څه څيز وزيراعليٰ دے په هر محاذ ناکامه شوي ، هغه دې د پنجاب سره موازنه نه كوي،د لوے څښتن مننه كوو چې مرېم نواز په پنجاب کښې د صحت، تعليم، انفراسټرکچر پشمول ټولو څانګو كښې ښه كار كوي، پنجاب كښې پرمختيائي منصوبے رواني دي ، سماجي څانګه پرمختك كوي،نوي روغتونونه جوړيږي،د نواز شريف په مشرۍ كښې محمد شهباز شريف لس كلونو كښې پنجاب كښې نوې ريکارډ جوړ كړې، شهباز شريف ګراني كمه كړي،د هېواد برآمدات زيات شوي ، چاري ښه شوي او ښه والي پلو روان يو ۔ ده ووئيل 12 كلونو كښې په خېبر پښتونخوا کښې ناکامه حکومت د اوسي ښېګړې لپاره يوه هم لويه منصوبه نه ده وړاندې كړي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وګړي هم حق لري چې هغوي لپاره لوئ منصوبے ولګولې شي،هغوي له د تعليم او صحت يسانۍ وركړې شي، صوبه كښې ترقي وشي، خېبر پښتونخوا هم زمونږ صوبه ده،هلته هم زمونږ وروڼه دي،هغوي سره هم مينه كوو خو د چا په لاسو كښې چې د خېبر پښتونخوا حکومت دے هغوي په سياسي توګه ناكامه شوي۔وفاقي وزير ووئيل د لطيف کھوسه د اړخه د ادارو په ضد خبري كول د غندني وړ دے،يو سينئر وکيل سره دا ډول خبري كول ښه نه ښكاري هغه د چيف جسټس په ضد هم غلط الفاظ استعمالوي،مونږ د هغې غندنه كوو،دغه د توهين عدالت مترادف دي بايد د دې نوټس واخستلے شي۔ده ووئيل راتلونكي وخت كښې به معيشت نور هم ښه شي،مونږ هڅه كوو چې ګراني نوره هم كمه شي او د دې اثرات د پاکستان په اولس پريوځي۔ده ووئيل ان شاءالله معيشت به ټيك آف کوي، هر يو وګړې به سوكاله وي ، يو مستحکم پاکستان زمونږ عزم دے ، عزم استحکام زمونږ وژن دے،هېواد كښې به امن هم بحالولې شي او معيشت به هم ترقي كوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں