اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئېلې دي د آرټ نړيوال نندارتون د قامونو ترمېنځه فنكارانه او كلتوري اړيكې قوي كولو كښې مهم كردار لوبوي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) كښې د سري لنكا نړيوال شهرت لرونكې مصور معين ساهيد او د ھغه د زوي بلال راجي ساهيد پينټنګ نندارتون كښې د خاص مېلمه په حېث كړې۔ وفاقي وزير د كلتوري تبادلو او سوچ په پېدا كولو كښې د مصورانو د كردار ستائنه وكړه ۔ ده معين ساهيد ته د پاکستان او سري لنکا ترمېنځه د قوي اړيكو د يادګار په توګه د پاکستان د يو مهم تاريخي ځاے د پېنټنګ جووړلو بلنه هم وركړه ۔ د يادونې وړ ده چې پاکستان نيشنل کونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) په دې وروستيو كښې د معين ساهيد او د هغه د زوي بلال راجي ساهيد د زړه پوري پينټنګز د نندارتون د پائې مرحلې كوربتوب