د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان هوائي مېدان ځپليو په اړه د اعلٰی كچ كمېټۍ مشاورتي غونډه

image

اسلام آباد 25 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د شورو په ورځ وزارت كښې د ګلګت بلتستان هوائي مېدان ځپليو په اړه د اعلٰی كچ كمېټۍ مشاورتي غونډې مشري وكړه۔جاري شوي بيان له مخې په دې غونډه كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سېكرټري وسيم اجمل چوهدري٬اېډېشنل سېكرټري خالد علي رضا ګرديزي٬جوائنټ سېكرټري محمد حامد خان٬د دفاع وزارت٬شهري هوا بازۍ او قانون او انصاف٬ګلګت بلتستان حكومت او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وزارت چاواكو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ته چارواكو د غونډې ايجنډې په اړه بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل دا معامله به په ښه ډول حل كولې شي۔په دې اړه ده ووئيل ټولې اړوندې محكمې او وزارتونه دې په ګډه راروانه غونډه كښې د مسئلې حل راوباسي۔

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں