مظفر آباد۔5فروری (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د کشمیري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانې مبارزې تر منطقي انجام رسولو له د پاكستان لخوا د ملاتړ غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئيلي دي هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د جموں وكشمير د اولس د هيلو په ضد كوم حتمي مسلط كولې نه شي٬ هند چې په كشمير كښې څه كوي كومې بشري الميې څخه كم نه دي٬ هند د بشري حقونو د خلاف ورزيو او د وينو تويولو بايد حساب وركړي او نړيواله ورورولي بايد ددې نوټس واخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كشمير يووالي ورځې په موقعه د آزاد كشمير قانون ساز اسمبلۍ خصوصي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل قائد اعظم كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولے وو٬ د كشمير نه بغير پاكستان نيمګړے دے٬ هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د جموں وكشمير د اولس د هيلو په ضد كوم حتمي حل مسلط كولې نه شي٬ كشمير كاز لپاره مونږ كلك عزم لرؤ۔ ده ووئيل د كشمير مسئله د پاكستان د خارجه پالېسۍ په ترجيحاتو كښې شامل پاتې شوې ده۔ ده ووئيل مونږ به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئلې حل له خپل اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتؤ۔ ده ووئيل كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره لويې قيمت ادا كړے دے۔ ده ووئيل د مسلم اكثريتي كېدو له امله كشمير بايد د پاكستان برخه وې خو داسې ونشوه۔ ده ووئيل هند له به د استصواب رايې حوالې سره پاكستان او تر ټولو زيات كشميري اولس سره په خپلو پخو لوظونو عمل كول وي۔ هند بايد دا ياد وساتي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه كله هم متروك كېدې نه شي۔ ده ووئيل دا مهال كشميرې اولس د ويرې په چاپېريال كښې ژوند كوي ٬ په ميډيا بندېزونه دي٬ كارمندان په زاندانونو كښې دي٬ د دوئي ملكيتونه ضبط كولې شي ٬ په كلتور بريدونه كېږي۔ په تېرو 45 كلونو كښې 96 زره څخه زيات كشميري وګړي شهيدان كړې شوي دي۔ ده ووئيل د فلسطين د اوسنيو پېښو څخه وروستو د نړۍ د امن خوښوونكو وګړو ضمير ژوندے شوے دے۔ نړۍ ته باور وركوؤ چې په كشمير كښې څخه روان دي هغه د كومې انساني الميې څخه كم نه دي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي بايد بېداره شي او ددې بربريت نوټس واخلي۔ ده ووئيل 5 اګست 2019ء څخه د كشميري وګړو خپلې خاورې څخه د بې كوره كولو مهم روان دے۔ په دغه ورځ هند د جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختم كړو۔ ده ووئيل د تېرو څو كلونو راهېسې هند جعلي بيانيې وړاندې كوي۔ د کشمیری وګړو د آزادۍ مبارزې ته د ترهګرۍ نامه وركولو سره د دې د كمزورې كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل كشميري وګړي د خپلو حقونو ترلاسه كولو له مړانې سره ولاړ دي۔ وزیراعظم ووئيل په ترهګرۍ او د آزادۍ مبارزه كښې ښكاره فرق دے۔ ترهګري يوه نړيواله مسئله ده٬ د رياست لخوا ددې ارتكاب زيات خوفناك دے۔ ده ووئيل هند په مقبوضه وادۍ كښې رياستي ترهګرۍ كښې ككړ دے۔ په كشمير كښې يوازنې ترهګر هند دے۔ ده ووئيل مونږ امن سره په پاتې كېدو باور لرؤ٬ مونږ شخړه نه غواړؤ ٬ د بريد په صورت كښې د زبردست ځواب كولو صلاحيت لرؤ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د کشمیري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له روانه مبارزه تر منطقي انجام رسولو عزم لري۔ ده ووئيل نړۍ ته به د هند څېره په ډاګه كوؤ٬ سفارتي كمپائن به جوش او جذبې سره روان وي او تر كومې چې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي مونږ ته به آرام رانشي۔