په ايکس بنديز د قومي سلامتيا په وجه لګولې شوي،دا د رايو څرګندوني د آزادۍ مخنيوي هڅه نه ده ۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وائس آف امريکا سره خبري اتري

image

نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءاللہ تارړ وئيلي چې په سوشل ميډيا پليټ فارم ”ايکس“بنديز غير اعلانيه نه دې، نګران دور حکومت كښې په ”ايکس“ بنديز د قومي سلامتيا په وجه لګولې شوې،دا د رايو څرګندوني د آزادۍ مخنيوي هڅه نه ده۔دا خبره ده د جمعې په ورځ وائس آف امريکا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل بيلتون خوښي او ترهه ګر”ايکس“ پليټ فارم د هېواد په ضد استعمالوي، بي ايل اے ترهه ګر خپل مهم په ”ايکس“ چلوي او خپلي ټولي هلې ځلې په په ”ايکس“لائيو پوسټ کوي۔ده ووئيل په ”ايکس“ د بنديز معامله په عدالت كښې زير سماعت ده،د كورنيو چارو وزير خپل ځواب په دې اړه جمع کولو سره وئيلي چې بيلتون خوښي او ترهه ګر ډلي تر ”ايکس“ رسنه لري او هغوي دا پليټ فارم د هېواد په ضد استعمالوي۔ده ووئيل ترهه ګرو له د سوشل ميډيا پليټ فارم غلط استعمال اجازه نه شي وركړې كيدے،د پاکستان په حيث مونږ خواست كولې شو د ترهه ګرۍ دې کارروائيو مخنيوي له اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل ترهه ګر د بے ګناه وګړو ويني بهاولو له د سوشل ميډيا پليټ فارمز غلط استعمال کوي،هغوي حق نه لري چې د سوشل ميډيا غلط استعمال وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل سوشل ميډيا لپاره په هېواد كښې بايد څه نظام موجود وي، ويب مينجمنټ سسټم وړاندې څخه موجود ؤ،د دې نظام ترمخه سائبر سيکورټي او ډيټا سيکورټي باوري كولو كښې څه مسئله نشته۔ده ووئيل ډيجيټل رائټس پروټيکشن اتھارټي په شان فورم ته اړتيا ده چرته چې اولس خپلې ګيلې درج كولې شي،په دې اړه کابينې ته يو قانون راغلے ؤ ، کابينې دغه معامله ځنډولې وه او د دې قانون په جوړولو كښې د ټول اسټيك هولډرز پشمول صحافتي تنظيمونه، ميډيا هاؤ سز، پي اېف يو جے او پوليټيکل ګوندونو آن بورډ کولو سپارښتنه شوې وه دغسې چې كوټلي قانون سازي وكړې شي او په هغې عمل درآمد آسان وي۔ده ووئيل د يو سياسي كاركم په حيث به اوايم بايد ”ايکس“ پرانستلې شي۔ده ووئيل په ايكس د بنديز مسئله يواځي د کمپلائنس ده،د ايکس سره د کمپلائنس معاملات ښه شي نو دا معامله به هم په ښه ډول ترسره شي،د ايکس د بنديز معامله دا مهال په عدالت كښې زير سماعت ده،د كورنيو چارو وزارت دغه معامله ګوري۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje