د چين وزيراعظم لي چيانګ په درناوي كښې وزيراعظم هاٶس كښې د هر كلي دستوره

image

اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د عوامي جمهوريه چين وزيراعظم لي چيانګ په درناوي كښې په وزيراعظم هاٶس كښې په رسمي توګه د هر كلي دستوره وشوه او راغلي مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔ د ګل په ورځ د عوامي جمهوريه چين وزيراعظم لي چيانګ په درناوي كښې په وزيراعظم هاٶس كښې په رسمي ټوګه د هر كلي دستوره وشوه ٬ وزيراعظم هاٶس ته په رسېدو وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم لي چيانګ تود هركلے وكړو۔ په دې موقع دواړو مشرانو يو بل لپاره د خېرسګالۍ جذبات څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين همڅنګ د خپل ځان سره تر سلامۍ اغستو ځاے بوتللو٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سرود هم وغږولې شول٬ د چين وزيراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه٬ د درېو واړو وسله والو ځواكونو ډلې د چين وزيراعظم ته سلام وكړه۔ د چين وزيراعظم سره په دې موقع د وفاقي كابينې غړي او عمله هم معرفي كړې شوه او د چين پلاوې د پاکستان وزيراعظم سره معرفي كړے شو٬ په دې موقع د چين وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف سره په ګډه وزيراعظم هاٶس په انګن كښې د يادګار په توګه يو بوټے هم نال كړو۔

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں