اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي اولس د خپلو استازو د ټاكلو حق لري،اولس به په ټاكنو كښې پريكړه كوي،مونږ د اولس سره ولاړ يو،د ټولو اندېښنو او ډنډورو باوجود ټاكنې په خپل وخت كېږي، د الیکشن تر پړاؤ رسيدلو ډيرو ستونزو سره مخ وو خو زمونږ خوصلې نه دې كمزورې شوي ، د پاکستان اولس د ترهه ګرۍ په ضد اوږد جنګ كړے ، څوك هم مونږ د دې جمهوری عمل څخه نه شي اخوا كولے ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ تر سيوري لاندې د الیکشن 2024ء کوریج لپاره د میډیا کوآرډینیشن اینډ فیسلی ټیشن سینټر پرانستې ته وينا كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزیر ووئيل د ټاكنو په اړه د وګړو په ذهنونو كښې ډيرې اندېښنې وي ،د ټولو اندېښنو او ډنډورو باوجود ټاكنې كېږي۔ده ووئيل تير كال زما نه په وړومبي پریس کنفرنس كښې وړومبې پوښتنه د ټاكنو په اړه شوې وه ، هغه وخت مو هم دا وئيلي وؤ چې دا هېواد به د آئین و جمهوریت ترمخه چلېږي، آئیني او وفاقي پارلیمانی نظام زمونږ د سیاسی نظام بنیاد دے، الیکشن کمېشن چې كومه هم نيټه وركوي،د هغې ترمخه به ټاكنې كېږي۔ده ووئيل كله چې د ټاكنو نيټه اعلان شوې نو مونږ مستقل مزاجۍ سره په 8 فروري 2024ء د ټاكنو كولو په موقف ولاړ وو۔ وفاقی وزیر ووئيل سهار به پولنګ پيل كېږي او د شپې به د ټاكنو غیر سرکاري نتيجې اعلانېږي دغسې حتمي او سرکاري نتيجې به الیکشن کمېشن آف پاکستان جاری کوي۔ وفاقی وزیر ووئيل تر الیکشن پړاؤ رسيدلو كښې ډيرو ستونزو سره مخ شوې وؤ خو په څه وجه هم زمونږ حوصله كمزورې شوې نه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل اړوندې ادارې دې مصدقه خبرونه اولس ته ورسوي۔ده ووئيل امنيتي مسئلې په وړومبي ځل نه رامخې ته كېږي، د پاکستان اولس د ترهه ګرۍ په ضد اوږ جنګ كړے ، څوك هم دا د جمهوری عمل څخه اخوا كولے نشي۔ده ووئيل كال 2008ء او 2013ء كښې امنيتي صورتحال زیات خراب ؤ،د ترهه ګرۍ ځينې پېښې زمونږ د امنيتي ځواكونو او اولس حوصلې نه شي كمزورې كولې۔ده ووئيل میډیا کوآرډینیشن اینډ فیسلی ټیشن سینټر كښې ښه انتظامات شوي چرته به چې د خبريالانو د ضروریات خیال ساتلے شي۔ده ووئيل ټول ټاكنو كښې يو څو ساعته پاتې دي، اولس حق لري چې خپل نمائندګان وټاكي،مونږ د اولس سره ولاړ يو،ټاكنو كښې به پريكړه اولس له كول وي