د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے: صدر مملكت آصف علي زرداري

image

اسلام آباد۔26ستمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه كښې د امنيتي ځواکونو د بريالي آپرېشن ستاينه كولو سره وئيلي د ترهګرۍ لعنت په بشپړه توګه تر ختمولو به كارروايۍ روانې وي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري په خپل بيان كښې ووئيل امنيتي ځواكونو د مړانې څرګندونه كولو سره 8 خوارج ووژل۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو د ځان او مال ساتنه به په هر قيمت كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث
متعلقہ مضامین
مزید خبریں