پاکستان به د اېس سي او غړو هېوادونو او سيمې پراخه ګټې لپاره په زړه پورې كار كوي۔وزیراعظم شهباز شریف

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظیم غړي هېواد په حیث پاکستان به د اېس سي او غړو هېوادونو او سيمې پراخه ګټې لپاره په زړه پورې كار كوي۔ د زيارت په ولرځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سره د شنګھائي مرستې تنظیم سیکرټري جنرل ژانګ منګ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ژانګ منګ د شنګهائي مرستې تنظیم حكومتي مشرانو (سي ایچ جي) په غونډه كښې ګډون كولو له اسلام آباد ته راغلے ؤ۔ د شنګھائي مرستې تنظیم سیکرټري جنرل په جولائی 2022 كښې د پاكستان دورې ذكر كولو سره وزیراعظم په اسلام آباد كښې د هغه هركلے وكړو او د شنګھائي مرستې تنظیم کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډه كښې د شنګھائي مرستې تنظیم سیکرټريټ د اړخه پاکستان له د وركړې شوې مرستې ئې مننه وكړه۔د شنګھائي مرستې تنظیم چارټر د پاکستان د عزم پخلي كولو سره وزیراعظم سیکرټري جنرل له باور وركړو چې د شنګھائي مرستې تنظیم غړي هېواد په حیث به پاکستان د اېس سي او غړو هېوادونو او سيمي پراخه ګټې لپاره په زړه پورې كار كوي۔ ده ووئيل پاکستان به د اېس سي او غړو هېوادونو سره تنظیم لا قوي كولو له كار كوي۔وزیراعظم د اېس سي او موده پوره كونكي سیکرټري جنرل په حیثیت سره د ژانګ منګ د محنت او ښه خذمات هم مننه وكړه او د هغه سباؤن لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ژانګ منګ وزیر اعظم ته د شنګھائي مرستې تنظیم کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډه کامیابۍ سره په كولو او د هغې په مثبت نتيجو مباركي وركړه۔ده د اېس سي او په ټولو څانګو كښې د پاکستان تعمیری شراکت وستائېلو او اېس سي او کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ چیئر په توګه يې د پاکستان په قائدانه کردار د اطمینان څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد