د سېنېټ د موسمياتي بدلون كمېټي به راروانه غونډه كښې ’کاپ29‘ له په تګلاره غور كوي

image

اسلام آباد۔22 اکتوبر(اے پی پی) موسمياتي بدلون لپاره د سېنېټ قائمه كمېټي به خپله راروانه غونډه كښې’ کاپ29 ‘ لپاره په تګلاره غور كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د موسمياتي بدلون قائمه كمېټۍ غونډه به د اكتوبر په 24 مه نېټه اسلام آباد كښې كيږي۔ کمېټۍ ته به د كاپ 29 او دې لپاره د پاكستان د تګلارې په شمول د لاس اېنډ ډېمېج فنډز په اړه بريفنګ وركولې شي۔ دې سره سره به په غونډه كښې د روان كال ايجنډې او كاپ 29 لپاره د تيارۍ په اړوندو چارو غور كولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده د روان كال په مهال به د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون كنفرنس كاپ 29 غونډه 11 څخه تر 22 نومبر په باكو آذربائیجان كښې كيږي۔ د نړيوال كاربن په اخراج كښې 1 فيصده څخه د كمې برخې لرلو باوجود پاكستان په اوسنو كلونو كښې د اوچ كالۍ ٬ سېلاب او موسمياتي آفتونو سنګينو نتيجو سره مخ پاتې شو كومو چې هېواد ته د اربونو ډالرو زيان رسولے۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكي به د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د راول ډېم ریچارجنګ منصوبې او نورو اړوندو چارو په اړه خبرولې شي

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ