د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په ضد ورځپاڼه كښې د اشتهار وركولو حكم

image

اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د آزادي مارچ په مهال د وراني كولو الزام له مخې په درج مقدمه كښې د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په ضد ورځپاڼه كښې د اشتهار جاري كولو حكم جاري كړے دے۔ علي امين ګنډا پور اشتهاري ګرځولو لپاره عدالت د ضابطه پوځدارۍ دفعه 87 کارروائي پېل كړې ده ٬ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت جج طاهر عباس سپرا د كېس سماعت كړے۔ عدالت د اشتهار د لارې علي امين ګنډا پور د نومبر په 21مه نيټه غوښتے دے٬ د يادونې وړ ده عدالت د علي امين ګنډا پور ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري كړې ده۔(

مضمون کا ماخذ : پھل اور سات