ملګري ملتونه دې د فلسطين او كشمير مسلمانو ته حق وركولو كښې خپل كردار تر سره كړي۔د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز

image

لاهور 24 اکتوبر(اے پی پی)د پنجاب اعلٰی وزيرې مريم نواز د ملګرو ملتونو ته د منسوب ورځې په موقع خپل پیغام كښې وئېلي دي ملګري ملتونه د امن٬بشري حقونو او پرمختګ لپاره د هيلو څيره ده ۔ملګرو ملتونو سره منسوب ورځ د يووالي٬امن او د مرستې اهميت پخلے كوي ۔اعلٰی وزېرې ووئيل ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ كښې د غربت٬جهالت او ناانصافۍ په ضد هلې ځلې كړي۔پاكستان د ملګرو ملتونو بنيادي مقاصدو سره ژور تړون لري۔د ذمه وار او سرګرم غړي په حېث پاكستان تل د ملګرو ملتونو قراردادونو پاسداري كړې۔ده ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو په پليټ فارم نړيوال امن او پرمختګ كښې خپل كردار ادا كوي٬د اولس پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به نړيوالې ورورولۍ سره مرسته مستحكمه كړو۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو په نړيواله ورځ اپيل كوو چې د فلسطين او كشمير مسلمانانو ته حق وركولو كښې خپل كردار تر سره كړي۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste