د بلاول بھټو زرداري د مولانا فضل الرحمان سره ملاقات، په آئيني تراميم مشاورت

image

اسلام آباد 11 اكتوبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د جمعيت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان سره ملاقات كړے او د مجوزه آئيني تراميم په اړه ئې هغه سره مشاورت كړے۔د جمعې په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل د اړخه جاري شوي بيان له مخې د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د جمعيت علمائے اسلام مشر مولانا فضل الرحمان كور ته لاړو او هغه سره ئې د آئيني تراميم په اړه مشاورت وكړو ۔ د جمعيت علمائے اسلام پلاوي كښې وياند اسلم غوري او امير جمعيت علمائے اسلام فاټا مولانا جمال الدين دغسې د پاكستان پيپلز پارټي پلاوي كښې نويد قمر، مرتضي وهاب او جميل سومرو شامل وو

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں