پاكستانې اولس دې ټولشموله ټولنه جوړولو له په ګډه كار وكړي: د وزيراعظم شهباز شريف د هويت نړيوالې ورځې په موقعه پيغام

image

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی):وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستانې اولس دې د ټولشموله ټولنې تعمير لپاره په اجتماعي توګه كار وكړي٬ د اعضا عطيه كول د خواخوږۍ يو داسې عمل دے كوم چې ضرورتمندو ته د ژوند يوه نوې موقعه وركولې شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د هويت (شناخت) نړيوالې ورځې په موقعه خپل پیغام كښې ووئيل نن په ګرده نړۍ كښې د شناخت نړيواله ورځ لمانځلې شي ٬ پېژندګلو سره تعلق معمولي تعارف نه بلكې دا يو ګڼ اړخيزه اصلاح ده چې ورسره د ټولنې هر يو وګړي ته په قامي پرېكړو كښې د خپلې نمائندګۍ او ضروري خذماتو ته لاس رسي ترلاسه كيږي۔ وزيراعظم ووئيل په دې ننۍ ورځ زه د يو مهم قامي اقدام پېل كولو اعلان كولو سره خوشحالي محسوسوم چې مقصد يۍ د اعضاﺀ عطيې ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د اعضاﺀ عطيه كول د بشري خواخوږۍ يو داسې عمل دے كوم چې ضرورت مندو ته د ژوند يوه نوې موقعه وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پېژندګلو جذبې ته پام كولو سره زه ټولو وطن پالو ته خواست كوم چې هغوي دې يوه بله ټول شموله ټولنې جوړولو له په ګډه كار وكړي ٬ د هر يو ګړي حقونه دې تسليم كړې شي او ددې احترام دې وكړے شي۔ ده ووئيل زه وګړو ٬ سول سوسائټۍ او حكومتي ادارو څخه غوښتنه كوم چې هغه پېژندګلو سره اړوندې خبرتيا او د زده كړو كلچر ته وده وركړي۔ په دې هڅه كښې به مونږ له د ټېكنالوجۍ مهم كردار څخه ډډه نه شي كولې۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت د هغه پالېسيو د نافذ كولو هڅه كوي كوم چې زمونږ د وګړو ترمينځه باور ته وده وركولو او په شهري فرائضو كښې د زيات نه زيات ګډون ډاډګيرنه وكړي۔ دې مقصد لپاره سپېځلتيا او جوابدهي زيات مهم دي۔ ددې پالېسيو نفاذ سره به جمهوري نظام لا مستحكم شي۔

مضمون کا ماخذ : estatísticas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں