د لياقت علي خان د هېواد او قوم لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

image

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي د لياقت علي خان د هېواد او قام لپاره خذمات به تل ياد ساتلے شي٬لياقت علي خان په تحريك آزادۍ كښې بشپړ كردار ادا كړے٬د هغه شمېره د قائداعظم محمد علي جناح په مخلص دوستانو كښې كېږي٬د شهيد ملت او د پاكستان وړومبې وزيراعظم لياقت علي خان برسۍ په موقع د شورو په ورځ په خپل پیغام كښې سپيكر ووئېل د شهيد ملت لياقت علي خان برسۍ په موقع د هغه د قام او هېواد لپاره وركړو قربانيو او خذمات ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو۔ده ووئيل شهيد ملت لياقت علي خان د تحريك پاكستان د سر لارښود قائداعظم محمد علي جناح ښے لاس ؤ ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل لياقت علي خان د آزادۍ تحريك كښې بشپړ كردار ادا كړے٬د لياقت علي خان شمېره د قائداعظم محمد علي جناح په مخلص ملګرو كښې كېږي۔سردار اياز صادق ووئيل شهيد ملت لياقت علي خان د پاكستان وزيراعظم په توګه د هېواد بنيادونه مستحكم كولو او قام يو كولو لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي٬شهيد ملت په اصولو او نظريات د سمجهوته كولو نه سره د پاكستان آزادۍ٬سلامتيا او پرمختګ لپاره بشپړه هڅې كړي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل لياقت علي خان د هېواد او قام لپاره وركرې قربانۍ به تل ياد ساتلې شي٬پاكستان يو قوي٬خوشحال او پرامن رياست جوړولو لپاره مونږ له د لياقت علي خان په نقش قدم د تللو ضرورت دے په دې مهال ۔سپيكر سردار اياز صادق د لوي څښتن څخه د لياقت علي خان لوړو درجو او د هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو