پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې د خپلو كشميري خويندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

مظفر آباد۔5 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري خوېندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ د ګل په ورځ د كشمير يووالي ورځې په موقعه نګران وزيراعظم د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد دوره وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم انوار الحق سره د آزاد جموں و كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق او د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر ملاقات وكړو۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكر ووئيل زما په شمول ټول پاكستانې قام د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له په روانه مبارزه او ستړو كښې كشميري خوېندو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په كشمير كښې هندي ظلمونه پټ پناه نه دي٬ په هندي ظلمونو او زياتي د نړيوالې ورورولۍ خاموشي د اندېښنې او غندنې وړ ده۔ نګران وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري خوېندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ په دې موقعه د آزاد كشمير وزيراعظم او سپيكر د كشمير يووالي ورځې په موقعه د وزيراعظم انوار الحق كاكړ د مظفر آباد دوره خوشبينه وګرځوله۔ دوئي ووئيل چې دې سره د هند وزيراعظم ته دا ښكاره پېغام رسېدلے دے چې د پاكستاني او كشميري خوېندو روڼو زړونو يو بل سره يو ځايې درزيږي۔

متعلقہ مضامین
مزید خبریں