د قانوني حكمرانۍ٬د بشري حقونو تحفظ او د انسانيت په ضد د جرمونو مخ نيوي له په ګډه كار كولو ته ضرورت دے ۔سېنېټر اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي)د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د قانون حكمرانۍ٬د بشري حقونو تحفظ او د انسانيت په ضد د جرمونو مخ نيوي له په ګډه كار كولو ته ضرورت دے ٬پاكستان د امن او انصاف اهداف سر كولو له د نړۍ سره په ګډه كار كولو له لوظي دے٬پاكستان د جمهوريت٬جمهوري اقدارو او د بشري حقونو تحفظ په اړه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ده پارليمنټرين فار ګلوبل ايكشن(پي اے جي)47م كلن فورم او د پارليمنټرين مشاورتي اسمبلۍ غونډې په موقع د روم د قانون نفاذ سيمه ايز تناظر٬ځايې قوانين كښې د اصلاح په سرخط مباحثې ته خطاب كولو۔وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل پاكستان د امن٬استحكام او د بشري حقونو احترام په اړه لوظې دے٬پاكستان عمر له امن٬استحكام او د بشري آزادو ودې او تحفظ له كار كړے۔ده ووئيل د بشري حقونو تحفظ او د جمهوريت په وده كښې پارليمان او د پارليماني غړو كردار مهم دے۔پاكستان د وسلې تخفيف او په لويه توګه تباهي كوونكو وسلو په خپرېدو قابو موندلو كښې كردار ترسره كړے٬دې سره سره مونږ د جمهوريت٬جمهوري اقدار او د بشري حقونو تحفظ په اړه هم ذمه وارۍ ترسره كړي۔وفاقي وزير ووئيل جمهوريت٬موسمي بدلون او موسمياتي موزونيت دا مهال مهمو چارو كښې شاملې دي٬مونږ باور لرو چې د يو عظيم سوچ سره به په ګډه په دې مسئلو قابو ومومو۔ده ووئيل د روم قانون په تناظر كښې ځينې هېوادونو مهم اصلاحات كړي دغسې د دې برعكس د نورو هېوادونو د اقدامات شرح كمه ده۔ده ووئيل پاكستان عمر له د امن٬استحكام او د بشري حقونو تحفظ او آزادۍ له په زړه پورې كار كړے٬د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې د امن په آپرېشنز كښې پاكستان په زړه پورې كردار ترسره كړے۔وفاقي وزير ووئيل په دې خبره افسوس لرو چې نړۍ د شخړو بشپړ حل كولو كښې كماميابه شوې نه ده۔ ده ووئېل پاكستان د انساني حقونو تحفظ او د موسميات موزونيت په اړه مهم اقدامات كړي٬پاكستان د كمزورو طبقو د ګټې تحفظ قوانين معرفي كړي٬په نړيواله كچه د انصاف او مساوات مرسته كوو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں