وزيراعظم د اسرائيل زيات شوي يرغل غندنه وكړه ٬مينځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره د سمدستي جنګ بندۍ او دوه رياستي حل نه غېر بله لاره نشته۔ د شهباز شريف مېډيا سره خبرې

image

نيويارك 25 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسرائيل زيات شوي يرغل غندنه كولو سره وئېلي دي مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن لپاره د سمدستي جنګ بندۍ او دوه رياستي حل نه علاوه بله لاره نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په موقع ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل په غزه كښې د تاريخ بدترين ظلم روان دے٬د اسرائيل په بيروت هوائي بريد چې پكښې د حزب الله يو سينئر كمانډر شهيد شوے ٬ د نړۍ لپاره د تباهۍ كونكے ؤ٬مونږ د اسرائيلي اقدام غندنه كوو او په نړيواله كچه هم د اسرائيل ظلم غندنه پكار ده۔ده ووئيل د اسرائيل په بيروت بريد به امن لپاره تباهي كونكے ثابت شي٬مينځني ختيز كښې د پائيدار امن لپاره سمدستي جنګ بندۍ او دوه رياستي حل نه علاوه كومه بله لار نشته او مونږ سمدستي جنګ بندي غواړو۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں