نیو یارک۔27ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او دغلته د مېشتو فلسطينيانو د نسل وژنې لپاره د اسرائيل د احتساب غوښتنې پخلې كړې دې۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د عراق وزيراعظم شياع السوداني سره وليدل۔ په دغه کتنه کښې دواړو مشرانو د ملګرو ملتونو او او آئي سي په پلېټ فارم په غزه کښې د سمدستي جنګ بندۍ او فلسطيني ورونړو لپاره د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان په پرله پسې توګه رسولو له په نړيواله كچه هڅې ګړندۍ كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ د دواړو مشرانو ترمينځه ملاقات په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹مې غونډې په موقعه وشو۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان او عراق ترمېنځه د مضبوطو اړيكو تائنه كولو سره ووئيل دا اړيكې په ګډ تاريخ٬ كلتور او مذهب ولاړې دي۔ وزيراعظم هر كال پاكستاني زائرينو لپاره د انتظاماتو په لړ كښې د عراقي حكومت هڅې وستائلې۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او عراق دوه اړخيزه اړيكو ته د لا پراختيا په وركولو موافقه وكړه۔ همكارۍ ته وده وركولو له هم دواړو هېوادونو دوه اړخيزه استعداد څخه د استفادې كولو پرېكړه وكړه۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په سيمه اييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په غزه كښې په راوانه عامه وژنه ٬ ظلم او جبر او د لاكھونو انسانانو ژوند په تباه كېدو د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان لخوا په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او د غزه د نسل وژنې اسرائيل ذمه وار ګرځولو غوښتنه تكرار كړه۔ په نړيوالو مسئلو موافقت كولو سره دواړو لارښودو په غزه كښې فوري جنګ بندۍ او فلسطيني ورونړو ته د بشري مرستې په پرله پسې توګه رسولو له د ملګرو ملتونو او او آئي سي په پلېټ فارمز د نړيوالو هڅو لا تندولو په حاجت زور هم راوړو۔