پاکستان او روسيه د تجارتي او اقتصادي مرستې، سيمه ايزو روابط زياتولو په ضرورت زور راوړو ٬ صدر آصف علي زرداري او د روسيه نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك ترمېنځه په ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او روسيه دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو لپاره په تجارت او اقتصادي اړيكو كښې پراختيا او د سيمه ايزو روابطو لا ښه كولو له د عزم پخلي كولو سره د كركېلې، غذائي تحفظ، کاروبار، تعليم، رېلوے، سائنس او ټيکنالوجي او د اولس په كچه مضبوطو رابطو ته د ودې وركولو غوندې مهمو څانګو كښې د شريكې ګټورې مرستې زياتولو په اهميت هم زور رواړلے دے۔ دا خبره صدر مملکت آصف علي زرداري او د روسيه نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك ترمېنځه د خبرو په مهال شوې چا چې د خپل پلاوي سره د زيارت په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د روسيه نائب وزيراعظم هركلي كولو سره صدر زرداري د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكو لا مستحكمولو لپاره د بارډر تجارت په امکانات د غور په اهميت زور رواړو۔ د ويزه ضوابط آسانولو، رېلوے او د نېغ په نېغه پروازونو د لارې د روابطو زياتولو په ضرورت هم خبرې اترې وشوې دغسې چې د خلقو تر مينځه او كاورباري روابطو ته وده وركړې شي ٬ د دې نه علاوه په اکتوبر كښې به د پاکستان 75 كسيز كاروباري پلاوې د روسيه دوره كوي دغسې چې د كاروبار او اقتصادې مرستې موقعې ولټولې شي۔ د روسيه نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك ووئيل روسيه د غذائي تحفظ، سائنس او ټيکنالوجي، تعليم، روابطو او ريلوے په څانګو كښې پاكستان سره مرسته ښه كول غواړي۔ ده ووئيل په اكتوبر كښې د روسيه وزيراعظم د پاکستان دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبولو لپاره يوه بله موقع وركړي۔ ده ووئيل روسيه د ټولو مذهبونو او د اسلامي كلتور ډېر احترام كوي او د قرآن پاك د توهين غندنه كوي۔ په دې موقع نائب وزيراعظم/وزير خارجه اسحاق ډار، د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن، بلاول بھټو زرداري، وفاقي وزيران احسن اقبال، سردار اويس احمد خان لغاري، عبدالعليم خان، جام کمال خان، سينيټر شري رحمان او د اړوندو وزارتونو چارواكي هم موجود وو۔(

مضمون کا ماخذ : پاور بال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں