سپيکر اياز صادق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح كولو حق نه دے ترلاسه ۔وفاقي وزير عطاء الله تارړ

image

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي د سپيکر اياز صادق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ د خاص چوكو پحقله د پرېكړې په سبب يو شمېر پوښتنې رامخئ ته شوي٬ په يو ګوند كښې شامل شوے كس بيا په دوېم كښې څانګه شاملېدې شي؟ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے٬ آئين كښې د قانون سازي او د بدلون كولو اختيار صرف پارلمان سره دے۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د سپيکر اياز صادق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته د ليكلې شوې چيټۍ پحقله د حكومت موقف اولس ته رسېدل پكار دي٬ سپيکر تل خپلې چوكۍ سره انصاف كړے او په ايوان كښې موجودو ټولو سياسي ګوندونو سره يې ښه رويه لرلې او دا هڅه ئې كړې چې د يو غړي حق تلفي ونه شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د غړو پحقله چې كله قرارداد ايوان ته وړاندې كړے شو نو سپيكر رولنګ وركړو او نه يوازې د دوي پروډکشن آرډر ئې جاري كړو بلكې د غړو د حقونو تحفظ لپاره ئې كمېټي هم جوړه كړه ۔د سپيكر كردار تل د پارلمان سرلوړۍ او د غړو د حقونو تحفظ لپاره ښه پاتي دے او د سياسي ګوندونو غړو تل د سپيكر د پرېكړو تائيد كړے۔ ده ووئيل نن د پارلمان بر لاسي لپاره سپيکر چيف اليکشن کمشنر ته چيټۍ ليكلې ده كومه چې د پاكستان د پارلمان په تاريخ كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ ده ووئيل په آئين كښې پارلمان ته د قانون سازۍ حق ترلاسه دے، دا اختيار بلې ادارې سره نشته٬ اولس خپل نمائندګان ايوان ته رالېږي او دوي ته حق وركوي چې په ايوان كښې قانون سازي او آئين كښې بدلونونه وكړې شي۔ ده ووئيل سپيكر خپله چيټۍ كښې بالكل درست وئيلي دي چې په اليکشن ايکټ 2017 كوم كښې چې كوم بدلون شوے په ھغې كښې د وړاندې نه دا رول شته چې آزاد كانديد په 48 ساعتو كښې يو نه يو ګوند كښې شاملېدے شي ۔ ده ووئيل په يو ګوند كښې شامل شوے كس څنګه بيا په بل كښې شاملېدے شي؟ ده ووئيل تېروتنه د تحريک انصاف څخه شوې وه٬ تحريك انصاف له په داسې ګوند كښې شاملېدل پكار وو چې ھغه وجود لرلٶ خو دوي په سني اتحاد کونسل كښې شامل شول د كوم چې په ايوان كښې وجود نه ٶ او بيا د يوې پرېكړې د لارې دوي ته دا حق وركړے شو چې تاسو په تحريك انصاف كښې شامل شئ۔ ده ووئيل د آرټيکل 63 اے تشريح د خپل خواهش له مخې شوې او په دې كښې د پارلمان د بر لاسي خيال نه دې ساتلے شوے او چې كله د خاص چوكو پرېكړه راځي نو په ھغې كښې آزاد كانديدانو ته وئېلې كېږي چې تاسو د تحريك انصاف غړي ئې۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے۔ آئين كښې د قانون سازي او د بدلون كولو اختيار يوازې پارلمان سره دے٬ ده ووئيل ان شاء الله مونږ به د پارلمان سرلوړۍ لپاره خپل كردار لوبوٶ۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں