كراچۍ 23 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د پښتنو پشمول د پاكستان ټول قام ته په پشتون كلچر ډے مباركي وركولو سره وئيلي دي د هېواد وحدت مضبوطولو كښې د كلتور دود دستور تحفظ او دې ته وده وركول د اهميت وړ ده ٬ د كلتور نننۍ ورځ مونږ ته د پښتون قام ژور تاريخ ٬ مړانه او ثابت قدمي رايادوي۔ د ميډيا سيل بلاول هاوس لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د پښتون كلتور ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل مونږ له دا ورځ د پښتون دود دستور او عزت سره په بشپړه ډول لمانځل پكار ده ، د پښتنون په روايات كښې مېلمستياﺀ٬ وفاداري او د انصاف اصول د ټولو نه زيات د تحريك وړ خويونه دي، مونږ له دا اصولو په ځاے ساتل پكار دي او بايد د هېواد د ټولو نسلي ډلو ترمېنځه اتحاد او همغږۍ ته وده وركرې شي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل كلتوري ورثه محفوظ ساتلو كښې د ځوانانو كردار د اهميت وړ دے، بايد ځوانان پخپل كلتوري تشخص وياړ ولري۔ ده ووئيل زمونږ ځوانان دې د خپلو اسلافو ميراث مخ په وړاندې بوځي دغسې چې شاندار روايات او ورثه په بشپړه توګه ژوندۍ پاتي شي، ده ووئيل د پاكستان كلتورونو تحفظ باوري كولو لپاره به اقدامات كوٶ، مونږ له به يو ترقي پسند، جمهوريت پسند او سوله ايز قام جوړولو لپاره مشتركه هڅې جاري ساتل وي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل مونږ له به په ګډه د پاكستان كلتوري تنوع نسل در نسل د فخر او قوت ذريعه جوړول وي