په ټوله نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته اړتيا ده۔چوهدري سالك حسېن

image

عمان 30 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي بايد پاكستان او عمان بين المذاهب او بين الثقافتي مكالمې د لارې نړۍ كښې مذهبي همغږۍ، امن او د زغم ودې له په ګډه كار وكړي، نن اسلامي هېوادونه چې كومو چيلنجونو او حالاتو سره مخ دي په دې كښې حاجت د دې خبري دے چې مذهبي همغږۍ او رواداري او وحدت ته وده وركړې شي،نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تهذيبونو ترمينحه مكالمې ته اړتيا ده، د زغم او احترام دا رويه د اسلام د تعليمات لازمي برخه ده،وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن دا خبره د درې ورځنۍ عمان دوري په مهال د عمان د اوقاف او مذهبي چارو وزير محمد بن سعيد بن خلفان المامري سره د مالاقات په مهال وكړه ۔د ملاقات په مهال نړۍ كښې د مذهبي عدم برداشت په زيات شوي رحجان ، ترهه ګرۍ ، به فرقه واريت ختمولو ، امن او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ ودې په اړھ په بيلو تجويزونو د خيالاتو څركندونه وشوه۔وفاقي وزيرچوهدري سالك حسېن ووئيل عالم اسلام له اتحاد او وحدت ته اړتيا ده،نن اسلامي هېوادونه چې كومو چيلنجونو او حالاتو سره مخ دي،په داسې وخت كښې مذهبي همغږۍ او روادارۍ او وحدت ته ودي وركولو ته اړتيا ده، نړۍ كښې امن لپاره د مذهبونو او تهذيبونو ترمينځه مكالمې ته اړتيا ده۔ چوهدري سالك حسېن د عمان حكومت سكيورټي فورسز هڅي وستائلي كومو چې سږ كال جولائي كښې په مسقط كښې په جومات د بريد كېدو كوټلې ځواب وركړے ؤ ۔ملاقات كښې چوهدري سالك حسېن د علماء او مذهبي پوهانو تبادلې لپاره په اقدامات او اسلامي تعليمات پوهيدلو لپاره په مهمو مذهبي موضوعات شريك كنفرنسونه/سيمينارونه د كولو تجويز وركړو۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں