رحیم یارخان 17 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مركزي سینئر لارښود او پخواني دوهم سپیکر سینیټر چوهدري محمد جعفراقبال سره د اسلام آباد سینئر خبريال او اینکرپرسن رانا عمران لطیف ملاقات كړے چې پكښې په سیاسي وضعه او خبريالانو ته په ورمخې ته مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ په دې موقع د ضلع رحيم يار خان پرېس كلب صدر قېصر غفور چوهدري سره هم دوي سره موجود ؤ ۔ په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سياسي وضعه او خبريالانو ته په ورمخې ته مسئلو په تفصيل سره خبرې شوي۔ د زيارت په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخئ په دې موقع خپلو خبرو كښې چوهدري محمد جعفر اقبال ووئيل پاکستان په منطقه كښې مهم هېواد او د اسلامي نړۍ لويې عسكري قوت دے چې دفاع ئې ناقابل تسخير ده او سباون ئې روښانه او تابناك دے ٬ د پاکستان بدخواهو سازشونه به كله هم کامياب نشي٬ د پاكستان هر وګړے د ځان قربانولو جذبه لري او د ضرورت له مخې د هېواد دفاع لپاره به د هر ډول قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ ده ووئيل د هېواد په موجوده وضعه كښې د خبريالانو كردار ډېر مهم دے ځكه چې خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه دي او مونږ د دوي د كردار ستائنه كوٶ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) قيادت په اولسي خدمت كښې ثاني نه لري٬ ماضي ګواه دے چې دې ګوند تل هېواد ته ترقي وركړې او د اولس د ژوند معيار يې ښه كړے او موجوده حكومت په ھغه تسلسل سره روان دے ۔ چوهدري جعفر اقبال ووئيل د ناوړه وضعې باوجود وفاقي او صوبائي حكومت اولس ته په ريليف وركولو كښې هېڅ بې غوري نه ده كړې او ټول ترلاسه وسائل د اولس خېرښګرې لپاره خرڅ كوي ٬ په دې وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز د پېرزوئنو حقدار دي چا چې د ګوند صدر نواز شريف وژن پورا كولو له كلك عزم كړے۔ په دې موقع راناعمران لطيف ووئيل د هېواد لويه مسئله غېر ضروري سياسي اړے ګړے دے كوم چې به سياست مدارو له په ګډه ختمول وي٬ دا وخت د اختلافات رامخې ته كولو نه بلكې د يو كېدو سره د هېواد استحکام او ترقۍ لپاره د كردار لوبولو دے۔ ده ووئيل پاکستان له لويې څښتن بلها نعمتونه وركړي٬ مونږ له به خود انحصاري اختيارولو سره خپل وسائل د كار وړ جوړول وي۔ ده ووئيل صحافت د جمهوريت څلورمه ستن ده كومه چې د ټولنې مسئلې حل كولو او د اولس غږ تر واكمنو په رسولو كښې مهم كردار ادا كوي٬ حکومت له پكار دي چې د خبريالانو مسئلې حل كړي ٬ د ډسټرك پرېس كلب صدر قېصرغفور چوهدري ووئيل د سياسي مفادات په خاطر د هېواد مفادات په داٶ لګوٶنكو له به د هوش نه كار اغستل وي٬ په رامخې ته حالاتو كښې ټولو سياسي او مذهبي مشرانو له د هېواد مفادات ترسره كولو پلو پام لرنه پكار ده ٬ د هېواد اولس هم محب وطن او جانثار دے۔ په دې موقع توقير خان اېډووکېټ، چوهدري زاهد ګجر او نور هم موجود وو۔