اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم سره پاکستان كښې د ډنمارك سفير جيکب لنلف د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې د بېلا بېلو چارو نه علاوه د پاكستان ګرين انرژي پلو په منتقلۍ ٬ د اوبو تحفظ او د حياتياتي تنوع د تحفظ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سفير د موسمياتي بدلون كوارډينېټر رومينه خورشيدعالم سره دواړو هېوادونو ته د رامخې ته موسمياتي بدلون چېلنجونو مخنيوي لپاره د ممكنه روانې او په سباٶن كښې د شريكې مرستې په اقدامات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع بشري حقونو لپاره د سينيټ د قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري او د موسمياتي بدلون سيکرټري عائشه حميرا چوهدري هم موجود وه