د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكې به په سباٶن كښې د دواړو هيوادونو په شريكه ګټه كښې لا قوي شي: وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د ماليزيا وزير اعظم انور ابراهيم سره د تفصيلي او د نتيجې وړ خبرو اترو په مهال مونږ د پاکستان او ماليزيا اړيكو قوي كولو لپاره تجارت، آئي ټي، توان، زراعت، د حلالې غوښې برامد ٬ سېلګرۍ٬ تعليم او د دفاع پشمول په يو شمېر چارو او په سيمه ايزو او په نړيوال پېشرفت په خاص توګه د غزه او لبنان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كړې، زمونږ دوه اړخيزه اړيكې به د دواړو هېوادونو په ګټه كښې په سباون كښې لا قوي شي۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې شهباز شريف ووئيل د ماليزيا وزير اعظم انور ابراهيم سره تفصيلي او د نتيجې وړ خبرو اترو په مهال مونږ د پاکستان او ماليزيا اړيكو قوي كولو لپاره تجارت، آئي ټي، توان، زراعت، د حلالې غوښې برامد ٬ سېلګرۍ٬ تعليم او د دفاع پشمول په يو شمېر چارو او په سيمه ايزو او په نړيوال پېشرفت په خاص توګه د غزه او لبنان په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مفاهمت د تاريخي يادداښتونو او لوظنامو د لاسليك په دستوره كښې ګډون كړې او دواړو ډلو د خبرو په مهال په پرېكړو عملدرامد باوري كولو له هم موافقه كړې۔وزيراعظم ووئيل زه د وزيراعظم ابراهيم مننه كوم چا چې ماته د ماليزيا د دورې بلنه راكړې۔ ده ووئيل زه د ماليزيا دورې ته سترګې په لاره يم۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں