د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بنګله دېش د عبوري حكومت چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس ملاقات، د دواړو هېوادونو اولسونو پرمختګ لپاره دوه اړخيزه٬ په سيمه ايزه او ګڼ اړخيزه توګه كار كولو ته اتفاق

image

نيويارك 25 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د بنګله دېش د عبوري حكومت چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس د دواړو هېوادونو اولسونو پرمختګ لپاره دوه اړخيزه٬ په سيمه ايزه او ګڼ اړخيزه توګه په ګډه كار كولو ته اتفاق كړے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په موقع د بنګله دېش عبوري حكومت چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې وزيراعظم د بنګله دېش او پاكستان ترمينځه په شريكه عقيده ٬تاريخ او په كلتور اډانه د قوي ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله۔ دغسې وزيراعظم د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د دواړو هېوادونو په ګډه د كار كولو په ضرورت زور راوړو۔دوي د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه د خېرسګالۍ څخه په استفاده كولو د پارليماني تبادلو٬شريكو اولسي راوبطو ٬لوبغاړو٬د تعليم پوهانو٬فنكارانو او زده كوونكو تبادلو د لارې د اړيكو په لا وده اتفاق وكړو۔وزيراعظم ډاكټر محمد يونس ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه هم وركړه كومې څخه به چې سيمه ايز مرستې او د دواړو هېوادونو ترمينځه خبرو اترو كښې مثبت پېشرفت رامخې ته شي۔دواړو لارښودو په دې خبره اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو اولسونو پرمختګ لپاره دوه اړخيزه٬ په سيمه ايزه او ګڼ اړخيزه توګه په ګډه د كار كولو ضرورت دے۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں