مقبوضه جمو و کشمير او فلسطين كښې مرګونه٬ تباهي او ناجائزه قبضه هره ورځ يو “نوے جهنم” راپېدا كوي٬ د ترهګرۍ٬ موسمياتي بدلون او د سلاموفوبيا نړيوال چېلنجز مخنيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ له اجتماعي هڅې پكار دي ۔ وزيراعظم شهباز شريف

image
Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addressing the 79th Session of United Nations General Assembly in New York on 27 September 2024.

نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف نړيواله ورورولي خبردار كړې چې مقبوضه جمو و کشمير او فلسطين كښې مرګونه٬ تباهي او ناجائزه قبضه هره ورځ يو “نوے جهنم” راپېدا كوي٬ د غزه غمژنې پېښې انسانيت لړزولے دے٬ د فلسطين دې په سمدستي توګه د ملګرو ملتونو بشپړ ركنيت تسليم كړے شي، د شخړو حل سره سره د ترهګرۍ٬ موسمياتي بدلون او د سلاموفوبيا د نړيوال چېلنجز مخنيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ اجتماعي هڅې پكار دي٬ په منطقه كښې تل پاتې امن لپاره هند له به په مقبوضه كشمير كښې يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته اخستل وي، پاکستان به د هند د هر ډول يرغل بشپړ ځواب وركوي٬ د “عزم استحكام” د لارې د ترهګرۍ د خاتمې عزم لرو، پاکستان په افغانستان كښې حالات زر د معمول له مخې راتللو له خوښې لري٬ د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ په لوظونو عملدرامد ته سترګې په لار يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم خپلې وېنا كښې د کشمير او فلسطين شخړو، د يوکرائن جنګ، د موسمياتي بدلون مسئلې، په نړۍ كښې زياتېدونكي غربت او د قرض بار پشمول يو شمېر سيمه ايزې او نړيوالې مسئلې رامخې ته كړې۔ وزيراعظم د خپلې وېنا پېل د قران پاك آياتونو څخه وكړو ۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وزيراعظم په حېث په دوېم ځل وېنا زما لپاره د اعزاز خبره ده ٬ د يو داسې هېواد د وزيراعظم په حېث كوم چې تل د ملګرو ملتونو د فېملي يو فعاله غړے پاتي دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ باني قائدِاعظم محمد علي جناح په كال 1947 كښې اعلان کړے ؤ چې “مونږ به د ملګرو ملتونو منشور سره ولاړ يو او د نړۍ امن او سوكالۍ لپاره به خپل بشپړ خدمات وړاندې كوو ۔ ” پاکستان دغه عزم عمر له په ځاے ساتلے۔ ده ووئيل نن زمونږ نړيوال نظام ته سختې ستونزې رامخې ته دي ٬ په دې كښې په غزه كښې د اسرائيل لخوا د نسلۍ كشۍ جنګ٬ په يوكرائن كښې يوه خطرناكه شخړه٬ په افريقه او اسياء كښې تباهي كونكې شخړې٬ زياتېدونكے جغرافيائي سياسي اړے ګړے٬ د ترهګرۍ بيا سر پورته كول، زياتېدونكې غربت٬ قرضونه او د موسمياتي بدلون زيات شوې اثرات شامل دي، مونږ د يو نوي سوړ جنګ شدت محسوسوٶ٬ ده ووئيل د دې چېلنجون په تناظر كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس “سمټ فار فيوچر” غونډه رابللې٬ د دې اونۍ په پېل كښې “پيکټ فار فيوچر” كښې د ترقۍ٬ امن او سلامتيا٬ ټيکنالوجي او د حكمرانۍ د نړيوال اسلوب پحقله 54 اقدامات خپل كړې شوي۔وزيراعظم ووئيل په غزه كښې د اولس په حالت د پاكستان اولس لخوا د غم دړد څرګندونه كوم، په مقدسه خاوره رامخې ته كېدونكې پېښې زمونږ زړونه دړدوي٬ يوه داسې الميه د انسانيت ضمير او د ادارو بنيادونه لړزوي۔ ده ووئيل كله چې ماشومان خپل ړنګ كورونه وينې نو آيا مونږ د انسان په حېث غلي پاتې كېدې شوو؟ آيا مونږ د ھغه مېندو نه سترګې پټولې شوو چې د خپلو ماشومانو مړه وجودونه زنګوي؟ دا يوازې شخړه نه ده٬ دا د بې ګناه وګړو منظم قتل٬ د انسان په ژوند او د عزت په روح بريد دے٬ يوازې په غندنه كار نه كېږي٬ مونږ له به اوس عمل كول وي او د دې خونړي جنګ د لارې نيولو مطالبه كول پكار ده ٬ ده ووئېل د بې ګناه فلسطينيانو وينې او قربانۍ به عبس نه ځي٬ مونږ له به د دوه رياستي حل د لارې تل پاتي عمل له كار كول وي، مونږ له د كال 1967 نه وراندې په پولو اډانه د عمل وړ ٬ محفوظ٬ متصل او خپلواله رياست له هڅې پكار دي د كوم مستقل پايه تخت چې القدس الشريف وي او دې مقصد لپاره فلسطين د ملګرو ملتونو بشپړه غړے هم تسليمول پكار دي۔ شهباز شريف ووئيل څو ورځې وراندې په لبنان د اسرائيل په بې درېغه بمبارۍ كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول د 500 نه زيات كسان شهيدان شوي دي٬ د ملګرو ملتونو پخپلو قراردادونو عملدرامد كښې پاتې راتلل د اسرائيل حوصله زياته كړې ٬ دا د ټول مېنځنې ختيز جنګ پلو د بوتللو خطر راپېدا كوي د كومې نتيجې چې په نړيواله كچه سنګينې او د تصور نه زياتې كېدې شي۔ ده ووئيل د فلسطين د اولس غوندې د جمو و كشمير خلق هم د آزادۍ او خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د يوې پېړۍ راهسې هڅې كوي٬ د امن پلو د راوړاندې كېدو په ځاے هند په جمو و كشمير كښې د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو نه ډډه كوي٬ كوم چې ځائي اولس ته د خپلواكۍ بنيادي حق استعمالولو لپاره د استصواب رائے اختيار وركوي۔ ده ووئيل د 5 اګست كال 2019 نه وروستو هند په جمو و كشمير لپاره د بده مرغه د هغوي د مشرانو بقول “حتمي حل” مسلط كولو لپاره يو اړخيزه غېر قانوني اقدامات پېل كړي٬ 9 لكه هندي عسكرو د لارې په سيمه كښې اوږده كرفيو٬ ماورائے عدالت قتلونه او د زرګونو په شمېر ځوانان ټښتولو غوندې خوفناك اقدامات مونږ يروي، دې سره سره د يوې آباد كارې نوآبادياتي منصوبې له مخې هند د کشميريانو په زمكو قبضې كوي او د بهر نه خلق په كشمير كښې آبادوي دغسې چې مسلم اكثريت په اقليت بدل كړې شي، دا دقيانوسۍ حربې ټولو قابضو قواو استعمال كړي خو هغوي پاتي راغلي٬ په جمو و کشمير كښې به هم پاتي راځي۔ وزيراعظم ووئيل کشميريان د هند دا ناسمه شناخت مسترد كولو له عزم لري كوم چې نوے ډيلي په دوي مسلط كول غواړي او هر وخت په دوي ظلمونه كوي ۔ وزيراعظم ووئيل د تشويش خبره دا ده چې هند خپل عسكري صلاحيتونه په زياتولو كښې مصروف دے كوم چې په حقيقت كښې د پاكستان په ضد صف بندي ده ،هند د سوچ نه غېر د پاکستان د يو شريك “سټرټيجک ريسټرينټ رجيم” تجويزونو مثبت ځواب نه دې وركړے، د هغوي مشرانو اكثر په لائن آف کنټرول د راوړېدلو او په آزاد کشمير د ” قبضې” كولو دړكې راكړي۔ وزيراعظم واضحه او په سپينو ټكو ووئيل پاکستان به د هر ډول يرغل بشپړ ځواب وركوي، تل پاتي امن ترلاسه كولو لپاره به هند له يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات بېرته اخستل وي كوم چې په پنځم اګست كال 2019 كښې پورته كړې شوي ٬ ده ووئېل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميريانو د خواهش له مخې د جمو و كشمير شخړه په سوله ايز ډول حل كولو لپاره خبرې اترې پېل كول پكار دي۔ده ووئيل مقبوضه جموں او کشمير او فلسطين كښې قتل و غارت او ناجائز قبضه هره روځ يو نوې جهنم پيدا كوي۔ده ووئيل د شخړو نه علاوه 21مې پيړۍ كښې بحرانونو يوه سلسله پيل شوي چې پكښې د پرمختګ ودريدل او موسمياتي بدلون زيات شوې اثرات شامل دي۔ ده ووئيل دوه كاله وړاندې پاکستان د سېلاب له امله زيات ځپلې شوې چې له امله ئې 30 اربه ډالره څخه زيات زيان شوې،اوس دا واضحه شوې چې ګرمۍ موسم كښې په درجه حرارت كښې شدت راځي كوم چې نوي موسمياتي اثرات له هوا وركوي، پاکستان په نړيواله كچه يو فيصد څخه هم كم کاربن اخراج کوي، بيا هم د خپلې كومي غلطۍ نه لرلو مونږ لوئ قيمت ادا كړې، دا د نړيوال انصاف کوم هم حساب کتاب كښې غير منصفانه دے،بايد مونږ مسلمه اصول په ځائې وساتو۔ده ووئيل پاکستان د اېس ډي جيز او موسمياتي اهداف کاميابيو حمايت لپاره د خپلو پرمختلليو شراکت دارو د اړخه د شوي لوظونو ترسره كولو له سترګي په لاره دے چې پكښې موسمياتي فنانس كښې د كال 100 اربه ډالره څخه زيات نوې كلن هدف هم شامل دے۔ شهباز شريف قرضې او ليکويډيټي د “قرض د جال” په ځائې د “مرګ جال” ګرځولو سره ووئيل په دې كښې ګهير شوې تقريباً 100 پرمختګ كونكي هېوادونو سره د اېس ډي جيز ترلاسه كول يو سراب دے،نړيوالي مالياتي ډھانچه لكه چې سيکرټري جنرل په “اخلاقي توګه د ديواليه” په هيڅ بيان کړې او نړيوال تجارت او د ټيکنالوجي نظام اصلاح او پرمختګ او نړيوال مساوات ته وده وركولو لپاره ههمغږي پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال مارچ كښې د خپلې چوكۍ سنبھالولو نه پس د هېواد د وګړو ښېګړې او سوكالۍ ته پام لرنه كوو، مونږ مشکل خو ضروري پريكړې چې په نتيجه كښې ئې زمونږ معيشت ښه والي پلو روان دے، مونږ ميکرو اکنامك استحکام بحال کړې ، په مالياتي خساره مو قابو موندلي،خپلو پانګو له مو وده وركړي چې په نتيجه كښې ئې ګراني كمه شوي۔ده ووئيل سوئيلي او مينځني اسياﺀ او ختيز مينځني په خوا كښې مونږ د وګړو لپاره يو ډول ګټه وره نتيحو ترلاسه كولو له جغرافيائي معاشي او سيمه ايزي رابطے ته پام لرنه كوو، د چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پيك) دويم پړاؤ كاميابۍ سره پيل شوې۔ده ووئيل خصوصي سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي ايف سي) د لارې مونږ مستحکم انفراسټرکچر، د تجديد وړ توان ، معدنيات، كوټلي زراعت او ټيکنالوجي كښې سرمايه کاري متحرك كوو،دې پرمختګ او جديديت سره به يو نوې دور پيل شي۔ شهباز شريف ووئيل دوه لسيزو راهسې پاکستان په مړانه او كاميابۍ سره د ترهه ګرۍ مقابله كوي، پاکستان کښې مونږ ترهه ګرۍ له ماتې وركړې،مونږ د ترهه ګرۍ په ضد لوئ زيان پورته كرې زمونږ 80 زره څخه زيات بهادر عسكر او عام وګړي شهيدان شوې چې پګښې د سكولونو ماشومان هم شامل دي او دې سره سره د اے پي اېس يادونه هم تازه دي،زمونږ معيشت ته د 150 اربه ډالره زيان شوے۔ ده ووئيل د بده مرغه مم مونږ يو ځل بيا په خاص توګه د ټي ټي پي/فتنه الخوارج د اړخه بهرني مالي اعانت او سرپرستي لرونكو ترهه ګرو يو نوي لهر سره مخ يو، څوك دې ههم غلطي نه کوي،مونږ د خپل كوټلې قومي کاوش”عزم استحکام” د لارې يو ځل بيا د دې خطر ختمولو لپاره لوظي يو او د نړيوالي ورورولۍ سره په ګډه به د هر ډول ترهه ګرۍ مقابله كوو او د ترهه ګرۍ مخنيوي او نړيوالي ډھانچے كښې به اصلاحات كوو۔ده ووئيل پاکستان په افغانستان كښې د زر تر زره حالاتو ښه كيدو خوښي لرو، مونږ د ګڼ شمير مصيبت ځپليو افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو 3 اربه ډالره انساني مرستي لپاره اپيل كښې يو۔ده ووئيل په خاص توګه د افغانستان عبوري حکومت بايد په افغانستان کښې دننه ترهه ګرو او په خاص توګه د ګاونډي هېوادونو په ضد د پولې پورې غاړه ترهه ګرۍ ذمه وار بے اثر کولو لپاره كوټلي كاروائي وكړي،په دې كښې داعش، القاعده سره تړون لرونكي ټي ټي پي/فتنه الخوارج ، مجيد بريګيډ او بي ايل ے او نور شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل يوه بله لويه مسئله اسلامو فوبيا كښې اضافه ده كومه چې دې قرآن پاك بے حرمتي، په جوماتونو بريدونه ، مسلمانانو په اړه منفي دقيانوسي تصورات او د هغې په ضد امتيازي سلوك او د تشدد کارروائيو څخه څرګنده شوي، اسلامو فوبيا تر ټولو خطرناك مظهر هند كښې د هندوانو د سرلوړۍ ايجنډا ده ، هغوي په جارحانه انداز كښې 20 کروړه مسلمانانو محکوم كولو او هند د اسلامي ورثے ختمولو هڅه كوي، پاکستان او او آئي سي ، د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل او د هغه خصوصي ايلچي سره په ګډه د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره په تګلاره عملدرآمد وكړي۔ده ووئيل پاکستان د يوکرين په پېښي په سمدستي توګه خاتمه او د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوالو لوظنامو له مخې امناكه حل خوښي لري۔ده ووئيل پاکستان د افريقې هېوادونو سره يووالي ، ملګرتيا او مرستي يو اوږد او د فخر وړ تاريخ لري،مونږ د ترهه ګرۍ مقابله کولو او سيمه ايزو شخړو حل كولو له افريقه كښې د ملګرو ملتونو د امن راوستلو كښې د خپل کردار د لارې به د هغوي سره مرسته روانه ساتو۔ده ووئيل بايد مونږ خپلو وګړو له دا پيغام وركړو چې کمزوري بے آواز نه وي، مظلوم بايد اميد ولري چې د غريبۍ څخه وړاندې مقدر نشته دا چې زمونږ په زمكه د انصاف او يووالي خدائي احکام پاسداري وكړې شي۔ ده د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 79مي غونډي په مشرۍ كولو صدر له مبارکي وركولو سره د هغه لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 78مي غونډي ذمه واري ترسره كولو سفير ډينس فرانسس هم مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں