په كوم ډول چې تحريك انصاف ته خاص چوكۍ وركړې شوې په دې كښې ډېر ابهام موجود دے٬ په خاص چوكو د آئيني او قانوني پوښتونو ځوابونه راتلل ضروري دي۔ وفاقي وزير عطا الله تارړ

image

نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي مونږ د پارلمان په برلاسي باور لرو٬ د قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ سپيكرز الېكشن كمېشن آف پاكستان ته چيټۍ ليكلې دي چې پكښې دا پوښتنه شوې چې يو داسې ګوند چې په پارلمان كښې وجود نه لري ھغوي ته څنګه خاص چوكۍ وركړې كېدې شي، آزاد كانديدانو له په دريو ورځو كښې په يو سياسي ګوند كښې شموليت اختيارول وي٬ تحريك انصاف په سني اتحاد کونسل كښې شموليت اختيار كړے د كوم چې پارلمان كښې وجود نه ٶ، سلمان اکرم راجه ډېر عجيبه بيان وركړے٬ قدرمندو ججانو په اړه وكيلانو له د دا ډول خبرو نه ډډه پكار ده ، په كوم ډول چې تحريك انصاف ته خاص چوكۍ وركړې شوي په دې كښې ډېر ابهام موجود دے٬ په خاص چوكو د آئيني او قانوني پوښتونو ځوابونه راتلل ضروري دي۔ د نهې په ورځ خپلو خاص خبرو كښې ده ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې د پارلمان د بر لاسي په اړه په معاملو بحث شوے٬ د قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ سپيكرز الېكشن كمېشن آف پاكستان ته چيټۍ ليكلي چې پكښې دا پوښتنه شوې چې يو داسې ګوند چې په پارلمان كښې وجود نه لري ھغوي ته څنګه خاص چوكۍ وركړې كېدې شي، په قانوني توګه دوي ته چوكۍ نشي وركړې كېدې۔ وفاقي وزير ووئيل رولز د وړاندې نه موجود وٶ٬ پارلمان اليکشن ايکټ 2017 كښې بدلون كړے چې له مخې يې يو آزاد كانديد له په درېو ورځو كښې په يو سياسي ګوند كښې شموليت اختيارول وي٬ په يو سياسي ګوند كښې د شموليت اختيارولو لپاره د جمع كړي سوګند خلاف ورزي فلور كراسنګ تصور كېږي۔ ده ووئيل تحريک انصاف سره چوائس موجود ٶ٬ تحريک انصاف په سني اتحاد کونسل كښې شموليت كولو سره غلطي كړې ځكه چې سني اتحاد کونسل په پارلمان كښې وجود نه لرلو٬ تحريک انصاف په پارلمان كښې موجود اېم ډبليو اېم هم جوائن كولې شو۔ ده ووئيل د دوي دا غلطي څنګه سمېدې شي٬ آيا دوي چې كوم سوګند جمع كړے ھغه ناسمه ٶ؟ آيا د ګوند بدلولو ګنجائش به هر چا ته ترلاسه وي؟ د چا چې زړه غواړي سوګند منسوخ كولو سره به ګوند بدلولې شي؟ وفاقي وزير ووئيل د تحريك انصاف لارښود سلمان اکرم راجه د معزز ججز په اړه عجيبه بيان وركړے، د معزز ججز په اړه وكيلانو له داسې خبرې پكار نه دي كه د دوي په بيان كښې حقيقت وي نو د دې باقاعده وضاحت پكار دے، دا ډېره د خېرانتيا خبره ده او نه پوهېږم چې د تحريك انصاف مشران آن ائر داسې خبره څنګه كوي۔ ده ووئيل مونږ د پارلمان سرلوړۍ لپاره د سپيكر د كردار ستائنه كوٶ٬ په دې معامله سپيكر سره ولاړ يو چې قانون سازي اوور رول كولو سره د فلور کراسنګ اجازه څانګه وركړې كېدې شي؟ ده ووئيل سپيكر چې كومه پوښتنه كړې ھغه قانوني او آئيني ده ٬ د دې نه علاوه د جسټس يحييٰ آفريدي په اختلافي نوټ كښې ډېر مهم نكات پورته كړې شوي او په باضابطه توګه وئيلي شوي چې يو ګوند چې په سماعت كښې فريق نه ٶ او نه ئې درخواست كړ ھغوي ته څنګه ريليف وركړې كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا ډېره مهمه او آئيني پوښتنه ده چې يو فريق نه وي او ريليف نه غواړي او ھغوي ته ريليف وركړې ش۔ ده ووئېل٬ په كوم ډول چې تحريك انصاف ته خاص چوكۍ وركړې شوي په دې كښې ډېر ابهام موجود دے٬ د دې ځواب راتلل ضروري دے

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں