د سياسي ګوند له احتجاج وروستو په اسلام آباد كښې ټولې چارې د معمول له مخې دي ٬ د چيف كمشنر اسلام محمد علي رندھاوا په هدايت د صفايۍ كار بشپړ كړے شوے دے: سی ډی اے

image

اسلام آباد۔6 اکتوبر(اے پی پی) د سياسي ګوند له احتجاج وروستو په اسلام آباد كښې ټولې چارې د معمول له مخې شوي دي٬ د چيف كمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا په هدايت د صفايۍ كار بشپړ كړے شوے دے۔ د اتوار په ورځ د سي ډي اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وفاقي پلازمينې لارې په بشپړه توګه پرانستې دي٬ د اسلام آباد په داخلي او خارجي لارو ټرېفك روان دے۔ په اسلام آباد كښې ټول كاروباري مركزونه په خاص توګھ بليو اېريا كښې د معمول له مخې پرانستې دي۔ په اسلام آباد كښې چرته هم كوم احتجاج نشته۔ ټول ماركيټونه او كاروبارونه احتجاج څخه وروستو پرانستلې شوې دي۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں