واشنګټن 24 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب سره د سټینډرډ چارټرډ بینک پلاوي ملاقات كړے او د دوه اړخيزه مرستې په اړه يې د خيالاتو څرګندونه كړې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير د پاكستان سره د بينك اوږدې مهاله شراكتداري ستائېلې او وئېلې يې دي حكومت مسلسل ریټنګ ایجنسیو سره په رابطه كښې دے۔دواړو لخوا په بېلو وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې تجارتي مالياتي آسانۍ او د سنډیکیټډ آسانۍ شامل دي۔