اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد مير غلام مصطفی شاه د 8 اکتوبر 2005 زلزله ځپليو سره د يووالي څرګندونې سره ويلي چې د زلزلې له امله لوے زيان شوے د كومي ياد چې نن هم تازه دے۔ د قومی اسمبلۍ سېکرټرېټ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ د 8 اکتوبر2005 زلزلې په 19مه كاليزه خپل پيغام كښې ده ووئيل د دې زلزلې له امله پاکستان او آزاد کشمیر كښې په لويه كچه زيان شوې۔ د زلزلې نه پس د هېواد وګړو او د پاك پوح ځوانانو چې كومې جذبې سره د ځپليو مرسته كړې هغه د ستائني وړ ده۔ د زلزلې له امله شوې ځاني زيان نن هم زمونږ په ذهنونو كښې تازه دے۔ زلزله ځپليو د خپلو مينه والو له لاسه وركولو او د كورونو پريښودلو باوجود په مړانه د ستونزو مقابله وكړه۔ ډپټی سپیکر ووئيل د 2005 زلزلې ځپليو په غم كښې شريك يؤ۔ ټول قام د يووالي څرګندونې سره د ځپليو مرسته كړې۔ فلاحی تنظیمونو او نورو هېوادونو هم د زلزله ځپليو بحالۍ كښې بشپړه كردار ترسره كړې۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دے هېواد د نورو دې ډول آفتونو څخه په خپل حفاظت كښې وساتي۔ ډپټی سپیکر د 2005 زلزلې شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا هم وكړه۔