اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي په هرنائي كښې د كالعدم بي اېل اے په ضد د كامياب انټیلېجنس بېسډ آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ترهګر او سهولت كار په زمكه بوج دي او د قام په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د دوي نوغې اوباسؤ۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل كامياب آپرېشن كولو سره د ترھګرو د ناوړه ارداو په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوم۔ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره ترهګر خپل عبرتناك انجام سره مخ كړل۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو مړانې ته سلام كوم۔ قام د امنيتي ځواكونو په مړانه او د ځوانانو په پېشه ورو صلاحيتونو وياړي۔ ده ووئيل د ترهګرو نوغې ويستلو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې امن په ځايې كولو له به تر هر يو حد ځان رسوؤ۔