د داخله وزير د پولي كلينك روغتون دوره ٬ د پوليس اهلكارو تپوس پوښتنه

image

اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) وفاقي داخله وزير محسن نقوي د خالي په ورځ د پولي كلينك روغتون دوره وكړه او دغلته يۍ د شر خوښو د لاسه د ژوبل شوو پوليس اهلكارو تپوس پوښتنه وكړه۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير د ژوبل شوو پوليس اهلكارو د لوړو حوصلو ستائنه كولو سره ووئيل دوئي د قانون عملداري په ځايې ساتلو له د فرض ترسره كولو اعلی مثال قائم كړے دے۔ دوئي د اسلام آباد پوليس مېړني فرزندان دي او مونږ په دوئي وياړؤ۔ داخله وزير ووئيل په اسلام آباد كښې امن باوري كولو له د غوره كاركردګۍ په ښودلو پوليس اهلكارو ته سلام كوؤ۔ داخله وزير د روغتون انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغه دې ژوبل شوو لپاره د درملنو په زړه پورې آسانۍ باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں