جنرال عاصم منير سره د ملائیشین وزیراعظم انور ابراهیم ملاقات ٬ په دوه اړخيزه ستراتيجيكي ګټو ٬ سيمه اييزې سلامتيا او دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه

image

پېنډۍ 4اکتوبر(اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال سيد عاصم مېنر سره ملائیشین وزیراعظم انور ابراهیم ملاقات كړے دے په كوم كښې چې په دوه اړخيزه ستراتيجيكي ګټو ٬ سيمه اييزې سلامتيا او دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر سره د ملائیشین وزیراعظم په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه د پوځي اړيكو زياتولو په حاجت زور راوړلے شو۔ د ملائیشیا وزیراعظم سيمه اييز امن او استحكام لپاره د پاك پوځ د كردار او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د پېشه ورانه پوهې ستائنه كولو سره د پاك پوځ د قربانيو اعتراف وكړو۔ ملائیشین وزیراعظم انورابراهیم د پاك پوځ سرلښكر ته د ملائيشيا دورې كولو بلنه وركړه په كومه چې د پوځ سرلښكر د هغه مننه وكړه۔ په ملاقات كښې دا خبره ښكاره كړې شوه چې دغې دورې سره به د دواړو هېوادونو او پوځ ترمينځه تلپاتې او تاريخي اړيكې له ښه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر په ايوان صدر كښې د ملائيشيا وزيراعظم په درناوي كښې په راجوړه كړې شوې دستوره كښې ګډون هم وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں