صدر مملكت پوسټل لائف انشورنس ته د حق رسېدلي پالېسي هولډر وارثانو ته د 50 لكه روپو ډېتھ انشورنس کلېم ادا كولو سپارښتنه

image

اسلام آباد۔6 فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي پوسټل لائف انشورنس ته د حق رسېدلي پالېسي هولډر وارثانو ته د 50 لكه روپو ډېتھ انشورنس کلېم په 30 ورځو كښې د ادا كولو سپارښتنه كړې ۔ صدر مملكت د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د پوسټل لائف انشورنس دائر كړے اپيل مسترد كړو، پوسټل لائف د ارواښاد لخوا د ِپیدائش نېټه په ناسمه ښودلو او د شوګر رنځ پټولو په بنياد د كليم ادا كولو څخه انكار كړے ؤ ۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې د عبدالعزیز پلار پوسټل لائف څخه په كال 2010ء كښې د 50 لکه روپو انشورنس پالېسي اغستې وه۔ په كال 2015 ء كښې د پلار په حق رسېدو څخه وروستو پوسټل لائف د هغه ځوي ته د پیسو وركولو څخه انكار كړے ؤ او دغسې د حق رسېدلي ځوئي انصاف لپاره وفاقي محتسب ته رجوع وكړه۔ وفاقی محتسب په خپله پرېكړه كښې ووئيل شكايت كونكي ته د جاري شوې پالېسۍ څخه انكار بد انتظامي ده۔ دغسې كمپنۍ د محتسب پرېكړې په ضد صدر مملكت ته اپيل وكړو۔ صدر مملكت د كېس اورېدنه وكړه او د حقائقو په رڼا كښې يۍ د وګړي په حق كښې پرېكړه وكړه۔ صدر مملكت په پرېكړه كښې ووئيل د انشورنس آرډيننس له مخې كومه هم انشورنس پالېسي د پېل كېدو نېټې څخه دوه كاله وروستو د ناسمه معلوماتو په بنياد چېلنج كېدې نه شي۔ د لاهور هائي كورټ پرېكړې له مخې د شوګر او هائي بلډ پرېشر په څير رنځونه پټولو ته د دھوكې نامه وركېدې نه شي۔ په داسې رنځونو اخته كسان خپل ژوند كښې زيات احتياط كولو سره د عامو وګړو په څير ژوند كوي۔ صدر مملكت هدايت وكړو چې پوسټل لائف دې د وفاقی محتسب پرېكړه عملي كولو سره په 30 ورځو كښې دننه د ارواښاد وارثانو ته د انشورنس كلېم ادا كړي۔

متعلقہ مضامین
مزید خبریں