د داخله وزير په هرنائي كښې د كالعدم بي ايل اے په ضد په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

image

اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي په هرنائي كښې د كالعدم بي اېل اے په ضد د كامياب انټیلېجنس بېسډ آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ترهګر او سهولت كار په زمكه بوج دي او د قام په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي د دوي نوغې اوباسؤ۔ د شورؤ په ورځ په خپل بيان كښې وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل كامياب آپرېشن كولو سره د ترھګرو د ناوړه ارداو په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته مباركي وركوم۔ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره ترهګر خپل عبرتناك انجام سره مخ كړل۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو مړانې ته سلام كوم۔ قام د امنيتي ځواكونو په مړانه او د ځوانانو په پېشه ورو صلاحيتونو وياړي۔ ده ووئيل د ترهګرو نوغې ويستلو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې امن په ځايې كولو له به تر هر يو حد ځان رسوؤ۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں