د پاکستان معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ هېواد اوس په بهتر ټرېك روان دے۔ رانا مشهود احمد خان

image

اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د پرائم منسټر يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان وئيلي دي د پاکستان معيشت اشارې مخ په زياتېدو دي٬ هېواد اوس په بهتر ټرېك روان دے٬ آئي اېم اېف سره ډېل له مينځه وړلو لپاره هر ډول چالونه استعمال كړې شوي٬ د آئي اېم اېف او د ورلډ بينک مشرانو سره چې كومې خبرې شوي ھغه خوشبينه دي٬ آئي اېم اېف سره لوظنامه پاكستان او قام لپاره زېرے دے۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل د آئي اېم اېف او ورلډ بينک مشرانو وئيلي دي پاكستان كښې ادارې د پرمختګ په لور روانې دي٬ په نړيوالو ملاقاتونو كښې هم د پاكستان ستائنه شوې٬ نن د سېلګرۍ نړيواله ورځ هم ده چې مطلب ئې امن دے۔ ده ووئيل نن ټول قام د وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وېنا كولو په طمعه دے٬ نن به وزيراعظم ډېر مهم خطاب كوي٬ د وزيراعظم د كشمير او فلسطين په اړه موقف بالكل واضحه دے

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں